|
اوومه سټوډيو: دا اوونۍ مو جعفرخليلي مېلمه دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا اوونۍ مو جعفر خليلي په اوومه سټوډىو کې مېلمه دى جعفر خليلي د استاد خليل مشر زوى دى، چې ٣٨ کاله وړاندې په ننگرهار ولايت کې زيږېدلى دى . نوموړى له چکنورۍ لېسې نه فارغ شوى او ١٥ کاله کېږي چې د موسيقۍ په زده کړو بوخت دى . هغه لومړنۍ زده کړې له خپل پلار نه، چې په پښتو ولسي موسيقۍ کې ځانگړى نوم لري، زده کړي، وروسته صمد استاد او ستار استاد ته يې گوړه اېښې، تر هغه وروسته د هندوستان د موسيقۍ د مکتب له وتلي استاد لال خان نه يې موسيقي زده کړې . جعفر خليلي نه يوازې په راډيو تلوېزيون کې سندرې لري، بلکې د خلکو ودونه او د خوښۍ بنډارونه په هغه تاوده دي . جعفر خليلي په جلال اباد ښار کې بېشمېره شاگردان د باجې، دوکړې، رباب او ستار په برخه روزلي دي . هغه يو مهال د استاد ارواښاد چمن گل سره هم د حجرې مجلس چلولى دى . تراوسه اته کسيټونه يې بازار ته راوتلي او ددرېيو نورو د ثبت چارې يې بشپړې شوې او ډېر زر به بازار ته راووزي . جعفر خليلي د ننگرهار د ملي تلوېزيون او په کابل کې د شمشاد خصوصي تلوېزيون سره ټينگه همکاري لري . که چېرې تاسو د ښاغلي جعفر نه پوښتنې لرئ، نو کولاى شئ چې مخامخ په دې شمېره زنگ ووهئ او په خپله ترې وپوښتئ: ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ ا و يا په دې پته برېښناليک راولېږئ : Bbcpashto.com | ورسره تړلي نور خبرونه اوومه سټوډيو: سندرغاړى شاولي رشيد07 مارچ, 2008 | خبرونه اوومه سټوډيو: سندرغاړى ولي رشيد06 مارچ, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||