BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:46 گرينويچ 2008 ,06 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اوومه سټوډيو: سندرغاړى ولي رشيد
اوومه ستوډىو
سندرغاړى شاولي رشيد موميلمه دى

ښاغلي رشيد له کوچنيوالي له موسيقي سره مينه لرله خودادى درې څلورکاله کيږي چې په موسيقي منظم کارکوي اودوې سي ډي اوڅوکستونه يې جوړکړي دي.

په کابل کې يې يوه وړه سټوډيولرله اوهلته به يې تمرين کاوه . لندن ته په رارسيدويې هم له موسيقي سره اړيکه ونشليده اوله يوې سټوډيوسره يې تماس ونيو، څوسندرې يې ثبت کړې.

دشاولي رشيدډيرې سندرې وطني دي اودناشناس ، احمد ظاهر اوهدايت لله سندرې يې خوښيږي.دلته په لندن کې يې له دوو هندي استادانوزده کړې کړي دي.

يوهندي استاد يې تيرکال په لندن کې ووژل شو او اوس يې هوډکړى چې دهغه له ميرمنې دموسيقي زده کړې ته دوام ورکړي. اوس هم له ملگروسره په موسيقي پام غلطوي اوسندرې وايې.

ښاغلي رشيد په اوومه سټوډيوکې ستاسوپوښتنې ځوابوي.

دبريښنا ليک پته موده :

[email protected]

دتليفون شميره:

00442078360331

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت