 | | | د شاولـــــــي رشىد د ناشناس، احمد ظاهر او هدايت الله سندرې خوښيږي |
سندرغاړى شاولي رشيد موميلمه وو ښاغلي رشيد له کوچنيوالي له موسيقي سره مينه لرله خودادى درې څلورکاله کيږي چې په موسيقي منظم کارکوي اودوې سي ډي اوڅوکستونه يې جوړکړي دي. په کابل کې يې يوه وړه سټوډيو لرله او هلته به يې تمرين کاوه . لندن ته په رارسيدو يې هم له موسيقي سره اړيکه ونشليده اوله يوې سټوډيو سره يې تماس ونيو، څوسندرې يې ثبت کړې. دشاولي رشيدډيرې سندرې وطني دي او د ناشناس ، احمد ظاهر اوهدايت الله سندرې يې خوښيږي. دلته په لندن کې يې له دوو هندي استادانو زده کړې کړي دي. يوهندي استاد يې تيرکال په لندن کې ووژل شو او اوس يې هوډکړى چې د هغه له ميرمنې د موسيقي زده کړې ته دوام ورکړي. اوس هم له ملگرو سره په موسيقي پام غلطوي او سندرې وايې. |