BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:50 گرينويچ 2007 ,07 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د يوۀ انځورگر اثرپه ١٨ مليونه پونډه وپلورل شو

د رايفل اثر
لسم پاپ ليو غوښتل چې د خپل وراره لورينزو دي ميديچي واده د فرانسې د ټولواک فرانکوئس اول د اکا له لور سره وکړي .
د ريفل په نامه داروپا د ريسانس د پېر وتلي انځورگر يو اثر په لندن کې نيلام شو او له اتلس مليونه پونډو څخه په ډيرو پيسو وپلورل شو .

د فلورينس پخواني ټولواک لورينزو دي ميديچي دغه انځور له ١٩٦٨ زيږدي کال څخه وروسته چا نه خوښاو او د نورو انځورونو تترمنځ نه ليدل کيده .

دا هغه وخت و چې د ټوالواک لورينزو دغه انځور يوازې په ٣٢٥ ډالرو وپلورل شو . په هغه وخت کې ددې انځور پر کره والي دکارپوهانو ترمنځ جلاوالى وو .

يو شمير هغو ويل چې داد واکمن لورينزو اصلي انځور دى خو يو شمير نور بيا له دې وينا سره همغاړي نه وو .

خو اوس د ډيرى کارپوهانو ترمنځ ددغه انځور د څرنگوالي په اړه يو والى رامنځته شوى دى . دوى په يوه خوله وايي چې دا انځور د فلورينس د ټولواک لورينزو دي ميديچي دى او د هغه اصلي څيره ښيي .

د انځورونو او نورو تاريخي اثارو يوې ادارې چې دغه انځور يې په لندن کې خرڅلاو ته وړاندې کړ- دا انځور دريسانس د پېر په زړه پورې او ځانگړى انځور بللى دى .

د انځور شاليد:

ددې انځور تاريخي شاليد په لرغونو د پنځلسمې او شپاړسمې زيږدي پيړۍ په اثارو کې هم راغلي دي .

لسم پاپ ليو غوښتل چې د خپل وراره لورينزو دي ميديچي واده د فرانسې د ټولواک فرانکوئس اول د اکا له لور سره وکړي .

د لورينزو دي مو ديچي په څيره کې د ټولواکۍ د وړتيا نښې پاپ د انځور له لارې د فرانسې ټولواک ته وړاندې کولې .

ده دا غوښتل چې د خپل وراره برم او جلال د فرانسې ټولواک ته وښيي ځکه يې ددې انځور د جوړلو امر ورکړ .

د ريفل په نامه وتلي انځورگر د لومړي ځل لپاره هغه وخت د خپل هنر د ښودلو لپاره مټې راپورته کړې چې ديوې کليسا د ښکلا لپاره د يو انځورگر اړتيا پيښه شوه اوده دغه کار په غاړه واخيست .

له دې وروسته ښاغلى ريفل د هغه وخت د ايټاليا له مخکښو انځورگرانو څخه و شمېرل شو .
د ريفل په انځورونو کې د لورينزو دي ميديچي انځور تر گردو قيمتي هغه دى چې تر نورو هغو په لوړه بيه پلورل شوى دى .

له دې وړاندې پر ١٩٩٦ زيږدي کال د (( Hand of the in postal for the Head and )) په نامه انځور پنځه اشاريه درې مليونه پونډه پلورل شوى وو .

رچرډ نايټ د هغې ادارې مشري کوي چې د لورينزو دي ميديچي انځور يې پلورلى دى .

نوموړى وايي د ټولواک لورينزو دي ميديچي سربيره ددغه انځور د کاږلو پېر ډير ارزښت لري او همدا ټکي يې د ښکلا او د لوړې بيې لامل گرځيدلي دي .

لورينزو دي ميديچي څوک دى :

لورينزو١٤٩٤کال د جنوري لومړۍ نيټه په فلورينس کې وزيږيد . ده د خپل ورور گيليانو دي ميديچي له واکمنۍ وروسته د فلورينس واگې په لاس کې واخيستې .

په هغو کلونو کې ايټاليا څو ټوټې وه هر لوى ښار يې د هيواد بڼه درلوده او ځانگړي ټولواکي يې لرل .

دده ورور چې له ١٤٦٩ کال راهيسې واکمن وو ، په يوه مرگونې پيښه کې د څو لسيزو له واکمنۍ وروسته ووژل شو او لورينزو د ټولواک په توگه راڅرگند شو .

لورينزو يې د واکمنۍ پر مهال ډير لوى نوم درلود او په بشپړ ډول يو چالباز او هوښيار ټولواک گڼل کيده .

لورينزو دي ميديسي په سياست کې دومره ځليدلى وو چې د ((the prince ))په نامه دپنځلسمې پيړۍد يو نوميالي سياسي کتاب ليکوال مکياويلي خپل دغه اثر همدې ټولواک ته ډالۍ کړ .

ميکياويلي واييي دې ټولواک دا وړتيا درلوده چې ايټاليا بيا د نړۍ پر مخ د يوه او يولاسي هيواد په توگه راڅرگنده کړي .

ده هم پر کليسا واک درلود او هم يې د فلورينس سياسي او پوځي واگې په لاس کې وې .

دې ټولواک ته ټولو خلکو درناوى درلود او جلالتماب لورينزو به يې ورته ويلي .

که څه هم ورته کليمه د هر واکمن د لومړي نوم په پيل کې کاريدله خو لورينزو دې ټکي ته ډير ارزښت ورکاوو .

لورينزو لوى کمک د نړۍ تاريخ ته دادى چې هنر وال يې وروزل او ددې کار له دودولو سره يې هنر ته د پرمختگ ساه ورکړه .

د بل هرواکمن په پرتله دى د فلورينس د ځلولو نابغه بلل کيږي .

ده د وخت ښه انځورگران لکه ليونارډو دا وينسي او مايکل انگيلو وروزل او د فلورينس ټولنې ته يې وړاندې کړل .

ورسره تړلي نور خبرونه
د فوټبال تاريخچه
11 جون, 2006 | خبرونه
د سياسي فکر تاريخ
16 جنوري, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت