|
افغان: مځکه پلورم خوموټر اخلم | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ترافيکو چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې دا مهال شاوخوا يو نيم ميليون موټر چليږي . په داسې حال کې چې دطالبانو په وخت کې دغه شمېره څه باندې ٥ سوه زره وه چې دامهال يوازې پلازمېنه د همدومره موټرو خاونده ده . حکومتي چارواکي وايي د موټرو زياتېدل په تېرو څو کلونو کې د خلکود ژوند دښه کېدو نښه ده . دموټرو زياتېدو که له يوې خوا په ورځنيو چارو کې اسانتيا را وستې خو بل خوا دکافي سړکونو د نشتوالي له کبله د لارو د بندېدو او د زړو موټرو دچلند له کبله دچاپيريال د ککړ والي اندېښنې را پيداشويدي . افغان چاراکي وايي هره ورځ تر ٢ سوه پورې موټر دافغانستان بازارونو ته دننه کيږي . په افغانستان کې د خلکو دموټر اخيستو وړتيا يا توان د لوگر ولايت دموټر پلورلو په لوى بازار کې معلوميږي. هره جمعه دافغانستان له سويل ، شمال او ختيځ څخه په زرگونو خلک دخپلو موټرو د پلورلو او نور بيا داخيستلو لپاره دغلته راځي . (( د لوگر دموټرو د پلورلو په بازار کې هره جمعه تر ٢ سوه پورې موټر پلورل کيږي او همدومره نور بد ليږي را بدليږي . يوازې موږ هره جمعه تر ١٥ پورې موټر خرڅوو او دهرې جمعې عايدات مو شاوخوا ديرش زرو افغانيو ته رسيږي .)) په دې کې ډېر کرولا او سراچه موټر دي چې له اقتصادي کبله يې بيه ارزانه او ډېر خلک يې د کو رونو لپاره اخلي او ځيني نور يې بيا په ښار او بازار کې د ټکسي په ډول د گرځولو لپاره اخلي . د لوگر د موټرونو د پلور لو د جمعه بازار مشرمحمد داود وايي چې اوس ددوى بازار ډېر مشهور شويدى . دى زياتوي : (( دغه بازار څه باندې ٧ کاله کيږي چې جوړ شوى اوس له کندهار ، هلمند ، غزني ، کندز ، مزار ، ننگرهار او کابل له سيمو هره جمعه په زرگونو موټر د پلورلو او بدلولو لپاره راوړل کيږي . پخوا به ٥ ميليون معامله کېدله خو اوس هره جمعه تر شل ميليونو افغانيو پورې د خرڅولو معاملې پکې کيږي ،اوس بازار ډېر گرم شوى دى)) دافغانستان د ټرافيکود ادارې مشرنورالدين خان وايي چې په افغانانو کې د موټرو داخيستلو توان ډېر زيات شويدى او هره ورځ دافغانستان بازارونو ته په لسگونونوي موټر ور دننه کيږي . د ټرافيکو مشر وايي . ((هره ورځ څه باندې ٢ سوه موټر په ولايتونو او پلازمېنه کې په احصايې کې شامليږي څه باندې ٥ سوه موتر په ورځ کې افغانستان ته را دننه کيږي . دا ټول نوي موټر دي . دا مهال يوازې په کابل کې څه باندې ٥ سوه زره موټر تگ راتگ کوي په داسې حال کې چې د طالبانو پر مهال په پلازمېنه کې شاوخوا سل زره موټرگرځېدل . دا په خپله ښيي چې خلکو پيسې پيداکړي او دخپل ژوند د اسانتيا لپاره موټراخلي .)) د ټرافيکو مشر وايي چې په ټول افغانستان کې څه باندې يو نيم ميليون موټر فعاليت کوي او هر کال شا وخوا سل زره نوي موټر په دغه شمېره ور زياتيږي . دم گړۍ ېي د سړکونو د تنگوالي له کبله ډېرې ټرافيکي ستونزې را پورته کړيدي . پلازمېنه کابل يو له هغو سيمو څخه ده چې موټر چلونکي پکې د گڼې گوڼې له کبله ډېر سر ټکوي . په تېرو څو کلونو کې د بيلابيلو لاملونو له کبله خلکو موټر اخيستي .
يو شمېرخلکو د کار وباراو سپرلۍ چلولو ، ځېنو خپل کارته د تلو راتلو اود ځينو نورو په رښتيا لکه د خوست د اوسېدونکي زايل خان په څېر ژوند ښه شوى او دموټر په اخيستو توانېدلى .زايل خان وايي : (( د طالبانو په وخت کې مو يو موټر درلود ، خو اوس تر ٥ زيات موټرپه کور کې لرو . خوداسې کسان هم شته چې د خپلو خپلوانو سره د سيالۍ د برابرولو لپاره يې ان پوله پټى پلورلى او يوه موټر يې اخيستى . د لوگر يو اوسيدونکى يې بيلگه وړاندې کوي : (( نوم مې گل محمد د لوگر اوسېدونکى . دتره ځوى چې مې موټرواخيست نو ما هم له هغه سره دسيالۍ په موخه يوه ټو ټه ځمکه خرڅه کړه او دغه کرولا موټر مې پرې واخيست .)) په تېرو ٥ کلونو کې په افغانستان کې د موټرو د رې چنده کېدل گڼ لاملونه لري . ددغو شويو کارونو له کبله له يوې سېمې بلې ته تگ راتگ ساده شوى او د ښارونو په گډون ولايتونو ته د شپې تر ناوخته پورې هر ډول موټر ځي راځي . خود امنيت يو څه خرابوالى ،د سړکونو تنگوالى اود يو شمېر ټرافيکو له خوا د بډو اخيستل موټر چلونکو ته يو لړ ستونزې را پورته کړيدي ، چې دافغانستان د ټرافيکو مشر دا خبره نه مني . چارواکي هڅه کوي چې د نويو او پخوانيو سړکونو دجوړولو له لارې د خلکو ټرانسپورټي ستونزې کمې او اسانتياوې زياتې کړي خو دا کار به ډير وخت ونيسي . | ورسره تړلي نور خبرونه افغانستان په باروړونکو گاډو ماليه لگوي17 اپريل, 2006 | خبرونه عراق کې د گاډو پر تگ و راتگ بنديز ولگيدۀ09 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||