|
افغانستان په باروړونکو گاډو ماليه لگوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د حق العبور په نامه پر لويو لارو د نقليه وسايطو د تگ راتگ د ماليې د راټولولو نوې وړاندې شوې بڼه په څرگنده د عايداتو د لوړولو په برخه کې د افغانستان د ماليې د وزارت يوه تازه هڅه ده . خو د عايداتو د کچې د لوړولو تر څنگه دغه وزارت له څه زياتو توضيحاتو پرته د لويو لارو د رغوونې لپاره د اړتيا وړ پيسو تر لاسه کول ، د عدالت پلي کول او د خصوصي سکټور وده هم د پورته شوي گام تر شا د خپلو موخو په توگه يادوي . د نوې لايحې له مخې ټول موټرونه په دريو ډولونو مسافر وړنکو ، وړو باروړونکو او لويو باروړنکوډلو ويشل شوي دي . د هرې ډلې د حق العبور اندازه هم د مودې په توپير بيله ده . داسې چې د مسافر وړونکو وسايطو د يوې مياشتې حق العبور ٢٠٠ ، په يوه ځاى د دريو مياشتو ٥٠٠ او د يوه کال ١٥٠٠ افغانۍ ټاکل شوي دي . د وړو باروړونکو گاډو لپاره د مودې په همدغه توپير ١٠٠٠ ، ٢٥٠٠ او ٧٥٠٠ افغانۍ او د لويو باروړونکو گاډو لپاره د مياشتې ٥٠٠٠ ، د دريو مياشتو ١٢٥٠٠ او د کال ٤٠٠٠٠ افغانۍ ټاکل شوي دي . دغه لايحه د چنگاښ ( سرطان ) له لومړۍ نيټې نه په اول سر کې د کابل - کندهار – سپين بولدک ، کابل گرديز ، کابل مزارشريف ، کابل جلال اباد او کابل کندز پر لويو لارو پلې کيږي . د دې لپاره د تيليفون د کارتونو په څيرد کرش يا توگلو په بڼه ځانگړي کارتونه جوړ شوي چې د کومې حکومتي ادارې له لارې نه بلکه د خصوصي سکټور او کميشن کارانو له لورې به په ازاد ډول په ټول هيواد کې پلورل کيږي . د نقليه واسطې چلونکي هم هاله لويو لارو ته ننوتى شي چې دغه ډول کارت يې د موټر په مخکينۍ ښيښه سريښ کړى وي .
د هيواد په کچه د شته نقليه وسايطو د دقيقې شميرې د نشت والي له کبله سمدستي دا نده معلومه چې له دې لارې راټوليدونکې پيسې به د کاله څومره شي ، خو د وزارت مرستيال اسد سخي فرهاد د خبريالانو په وړاندې په خپلو څرگندونو کې تمه وښوده چې په دې سره به د حق العبور اوسني عايدات چې د کال ايله څه د پاسه دوه ميليونه ډالر کيږي ، له ١٣ نيولې تر ٤٠ ميليونه ډالرو پورې وخيژي . له ښاغلي فرهاد نه د دغې نوې ماليې د لگولو په وړاندې د منفي احتمالي غبرگون په تړاوو هم پوښتنه وشوه خو ځواب يې دا وو چې د ماليې د وزارت دنده د حکومتي عايداتو د کچې لوړول دي . (( د ماليي په وزارت کې زموږ دنده د محبوبيت گټل نه بلکه په اصلي دنده يعنې دلگښتي او پرمختيايې بودجې لپاره د عوايدو په راټولولو کې د موثريت تر لاسه کول دي . موږ د عادي بودجې په سمبالولو کې ورو ورو پرمختگ کوو. تير کال دغه پرمختگ په سلو کې ٤٠ وو . خو بيا هم خپل هدف ته نه يو رسيدلي دا ځکه چې لگښتي بودجه هم کال په کال ډيريږي . د ساري په ډول تير کال دغه بودجه ٦٦٠ مليونه ډالره وه خو سږ کال ٨٥٠ مليونه ډالرو ته ختلې ده . )) د دې تر څنگه ښاغلي فرهاد دا ډاډ هم ورکاوه چې د حق العبور د راټولولو په دغو نوېو کاتونو کې داسې پرمختللې تکنالوژي کاريدلې چې نه يوازې په کلکه د جعلي کارتونو د جوړولو مخه نيسي بلکه تر دې وړاندې د فساد په ژرنده د حق العبور د دل کيدونکو پيسو مخه هم نيسي . ښاغلي فرهاد دا هم وويل چې وزارت يې په نژدې راتلونکي کې د خرڅلاو پر ټولو توکو د وي – اى - ټي ( VIT ) په نامه د خرڅلاو د ماليې او له سره دمځکو د ماليې په لگولو سربيره په ځينو ځانگړو توکو لکه سگرټو او نورو د خورا لوړې ماليې د لگولو تکل هم لري . مرستيال وزير فرهاد په لويه کې د راتلونکو پنځوو کلونو په موده کې د حکومتي يا لگښتي بودجې له اړخه په خپلو پښو دريدل د خپل وزارت يو مهم هدف وباله . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||