BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:05 گرينويچ 2006 ,09 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
عراق کې د گاډو پر تگ و راتگ بنديز ولگيدۀ

عراق
د عراق په پلازمېنه کې امنيتي ارگانونه گزمې کوي او په هڅه بوخت دي چې د غچ اخيستونکو بريدونو مخ ونيسي .
د عراق حکومت تر هغه وروسته په بغداد او ورڅېرمه ولايت کې د موټرو پر تگ راتگ بنديز ولگاوه چې د ابومصعب الزرقاوي پلويانو د هغه د مړينې په غچ کې د بريدونو شنډې هڅې وکړې.

د عراق لومړي وزير نوري مالکي په بغداد کې له څاښت نه تر مازيگر قضا پورې د هرډول موټرو تگ راتگ منعه کړى دى.

دا بنديز به د راتلونکو دريو ورځو لپاره د دياله په ولايت کې چې همدلته نژدې د شمال وخواته پروت دى، پرځاى وي.

د همدې ولايت په يوه کلي کې وو چې ابو مصعب الزرقاوي د چارشنبې پرمازيگر امريکايي ځواکونو په نښه کړ او ويې واژه.

د هغه تر مړينې وروسته په عراقيانو کې د ښادۍ يو احساس را منځ ته شو، خو دغه احساس په احتياط او د غچ اخيستونکو بريدونو په ويره کې ډوب شوى دى.

همدا علت و چې حکومت د هغه مهال په اوږدو کې بنديز ولگاوه چې زرگونه تنه پکې د جمعې د لمانځه لپاره جوماتونو ته ځي.

د عبادت دا غونډې تل د بم چوونکو نښې گرځېدلي دي. باور دى چې دا ډول ډېر بريدونه د زرقاوي د پلويانو له خوا ترسره شوي او پر انټرنېټ خپره شوې يوه وينا کې هغوى ژمنه کړې چې جگړې ته به دوام ورکړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت