BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:39 گرينويچ 2007 ,03 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کابل د ښار سړکونه جوړېږي

په کابل کې د سړکونو د خرابوالي لامله گڼه گوڼه ډېر ځلي د لارو د بندېدا لامل کېږي
په کابل کې د سړکونو د خرابوالي لامله گڼه گوڼه ډېر ځلي د لارو د بندېدا لامل کېږي
دکابل ښارپه زړه کې د لسگونه کيلومتره سړکونو دجوړولو کار پيل شو چې لسگونه ميليونه ډالره پرې ولگيږي.

د سړکونو د جوړولو پروژه د هغه نوي ماسټر پلان برخه ده چې له پنځو کلونو راهيسې يې د پلي کولو هڅه روانه ده.

د کا بل ښاروال روح الله امان وايي د ښار په مرکزي سيمو کې به ١٠٠ کيلومتره سړک چې سخت خراب شوى جوړ کړي. دا مهال د دغو سړکونو دخرابوالي او تنگوالي له کبله د موټرو گڼه گوڼه زياته شوي او ډېر کله سړکونه بند وي.

کابل ښاروال وايي په روان کال کې به د ښار دمنځنيو سيمو د سړکونو په جوړېدو سربېره د بهرنيو هېوادونو په مټ څونور مهم سړکونه هم قير کړي.

هغه وايي: ''موږ سږ کال يو پلان لرو چې ١٠٠ کيلومتره سړک به يې له مخې ورغوو. له دې سربېره، متحده عرب اماراتو ٢٧ ميليون ډالره مرسته کړې چې له کوټي سنگي نه تر کمپنۍ، له دارالا مان څخه تر دهمزنگه پورې، له پل تخنيکه تر قرغې پورې سړکونه دي.

همدارنگه د سالنگ واټ او د کابل د سيند د دواړه غاړو سړکونه دي. د ترکيې سره هم تفاهم شوى. هغوى هم څو سړکونه جوړوي . په دې کې د کوټي سنگي تر پل سوخته او د باغ بالا لاندې سړکونه راځي.''

ښاغلي امان وويل په دغو سړکونو به تر ١٠٠ ميليون ډالره و لگوي او په پام کې لري چې تر دې وروسته هر کال تر ١٠٠ کيلو متره زيات سړکونه قير او جوړ کړي. دۀ د سړکونو دجوړولو په ډگر کې د تيرو پنځو کلونو په سست بهير نيوکه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکو څو کلونو کې به د نړيوال بانک په گډون دمرستندويه هېوادونو په مټ د کابل ښار ټول مهم سړکونه، د اوبو او پاکونې سيستم له سره نوي او جوړ کړو.

ښاغلي امان وويل: ''موږ نړيوال بانک ته يوه طرحه وړاندې کړې چې ١٠٠ ميليون ډالره راکړي. اتلس ميليونه سږکا ل او نور يې په دوو کلونو کې راکړي. له څو نور هېوادونو مو هم مرسته غوښتې.

د کابل پر سړکونو گڼه گوڼه
دا مهال د ښار د سړکونو دخرابوالي او تنگوالي له کبله د موټرو گڼه گوڼه زياته شوي او ډېر کله سړکونه بند وي

نړيوال بانک د کثافاتو د پاکولو لپاره پنځه ميليون ډالره راکړي، څلويښت نوريې د اوبو رسولو لپاره مرسته کړې ده. همدارنگه د کثافاتو د پاکولو لپاره دنورو ٢٠ ميليون ډالره د کاناليزيسيون په برخه کې مرسته شوې. موږ بايد منډه وکړو چې دا ټول کارونه تر سره شي.''

کابل اوس مهال کېداى شي د نړۍ يوازينۍ پلازمېنه وي چې ټول وگړي يې نه بريښنا، نه پاکې اوبه، نه جوړ سړکونه او کوڅې، نه فعال کانا ليزيسيون او نه داوسېدو لپاره کافي کورونه لري.

د سړکونو په خوا کې دکابل ښاروالي پر وړاندې بله مهمه ستونزه د کثافاتو زياتوالى دى چې دکابل ښاروال يې د يو لړ نويو مرستو په رارسېدو سره د پوره پاکوالي ژمنه وکړه. څه موده وړاندې د کابل ښاروالى چارواکو ويلي وو چې په دغه ښار کې هره ورځ په سلگونو ټنه کثافات د امکاناتو د نشتوالي له کبله ډېرۍ کيږي.

د دوړو او خاورو د زياتوالي او دکاناليزيسيون د سيستم د نشتوالي له کبله دا وخت د کابل په ښار کې د چا پيريا ل او اوبو د ککړ والي اندېښنې زياتې شوې، خو د ښاروالۍ په گډون د ښاري پراختيا وزارت هڅې کوي چې د سلگونو ميليون ډالرو په لگښت دکابل ښاريانو لپاره د کاناليزيسيون اوپا کو اوبو اړتياوې پوره کړي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت