|
پروين او شوقين له پوهنتون وويستم | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان سترې محکمې وتلي سندرغاړي ابرارالحق ته١٥ورځې وخت ورکړى چې په جنجالي سندره (( پروين تو بړي شوقين ))کې يي سمون راولي . دابرارالحق په نوي البوم کې پر دغې سندرې هغه وخت لانجه راپورته شوه چې يوې ښځينه زده کونکې وليکل چې ددې نوم پروين دى او ددغې سندرې له خپريدو وروسته يي پوهنتون ته تگ سخت شوى دى . سترې محکمې يو قاضي بهگوان داس سندرغاړى ابرارالحق محکمې ته راوغوښت او نوموړي ته يي دغه خبرتيا د زده کونکې د يو ليک له تر لاسه کولو څخه وروسته ورکړ . د محکمې په پريکړه کې ويل شوي دي چې له دغې سندرې څخه دې د (( پروين )) او (( شوقين)) ټکي ليري شي . خو سندر غاړي ابرار الحق وويل چې دده په سندره کې د (( پروين)) ټکى نشته بلکې د (( پرمين)) ټکى دى . دا لومړى ځل نه دى چې د ابرار الحق پر سندرو جنجال راپورته کيږي . له دې وړاندې د هغه پر يوه بله سندره (( نچ پنجابن نچ )) هم بنديز ولگيد چې بيا يي له لږ بدلون وروسته د (( نچ مجاجن نچ )) په نامه خپره کړه . | ورسره تړلي نور خبرونه سندرغاړې زېړکه مو ميلمنه وه11 دسمبر, 2005 | خبرونه حفيظ الله گرديش په اوومه سټوديو کې08 فبروري, 2006 | خبرونه ماسټر على حيدر مود اوومې سټوډيو ميلمه وو23 فبروري, 2006 | خبرونه سندرغاړى بريالى صمدي په اوومه سټوډيو کې09 مارچ, 2006 | خبرونه ځوان سندرغاړى زيک افريدى مو ميلمه و23 اپريل, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||