|
ماسټر على حيدر مود اوومې سټوډيو ميلمه وو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوموړى د پښتو موسيقي نامتو او وتلى سندرغاړى او کمپوزر دى، دى شاوخوا ٣٨ کاله عمر لري اوله کوچنيوالي يې له موسيقي سره مينه لرله. على حيدر چې د موسيقي مينه و الو او استادانو ورته د ماسټر اعزازي لقب ورکړى دى ، په پيښور کې اوسي او لومړنۍ سندره يې په اووه کلنى کې وويله او په لس کلنى کې نور نو سمې اوښکلې سندرې بللى شوې. تر دوولسم ټولگي پورې يې زده کړې وکړې او ښوونځي يې پاى ته ور ساوه خونور نود لوړې زده کړې امکانات ورته برابر نه شول ، په سندرو او هنر سر شو، پخپله يې سندرې ويلې اونورو سندرغاړو ته يې هم کمپوز کولې . ښاغلى ماستر داسې مشهورو سندرغاړو ته لکه استاد خيال محمد ، استاد شاولي، ميرمن قمرگلې ، گلزار علم ، هارون بادشاه ، رحيم شاه، منگل اونغمې اوډېرو نوروته سندرې جوړې کړې دي. ددې تر څنگ ېې د پښتو فلمونو لپاره هم زياتې سندرې جوړې کړې او ويلې دي . د پيښور تلويزيون لپاره ېې هم ډيرې سندرې ويلې دي. د سندرو په برخه کې ېې ځينې جايزې او انعامونه هم گټلى دى، څه موده وړاندې د سندرغاړو او فنکارانو په ډله کې د امريکې متحدو ايالتونو ته هم په ميلمستيا بلل شوي وو. دا ځل دادي بيا په اروپا کې د ده د مينه والو په بلنه اروپا ته راغلى دى او له نورو ملگرو سره يې په جرمني، هالند ، ډنمارک ، ناروي او نورو هيوادونو کې ېې کنسرتونه ورکړل او ښاغلى ماسټر خو لا تراوسه په اروپا کې دى . هغه اوريدونکي چې د ده سره د شخصي تماس په لټه کې دي پدې شميره دې تلفون ورته وکړي : جرمني کې: ٠٠٤٩١٦٢٨٣٤١٨٣٨ پيښور کې: ٠٠٩٢٣٠٠٥٩٠٧٥٠٧ |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||