BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:54 گرينويچ 2006 ,08 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
حفيظ الله گرديش په اوومه سټوديو کې
سندرغاړى ، ممثل او ژورناليست حفيظ الله گردش
ښاغلى گردش شاو خوا ٣٠ سندرې په راديو تلويزون کې ثبت کړى
دا اوونى مو اوومې سټوډيو ته سندرغاړى ، ممثل او ژورناليست رابللى دى.

حفيظ الله گردش ٤٣ کلن دى او د ننگرهار په ولايت کې نړى ته راغلى دى ، لومړنى ، منځنى او لوړې زده کړې ېې په کابل کې کړې دي .

لومړى يې د کابل د شاه دوشمشميره (ع ) ليسه يي پاى ته ورسوله او بيا کابل پوهنتون ته بريالى شو. هلته يې د ادبياتو په پوهنځي کې په زده کړو پيل وکړ . د پښتو ژبې په څانگه کې يې لوست وايه .

د پوهنتون تر پاى ته رسيدو وروسته يې مختلفې دندې ترسره کړې دي. د قومونو او قبايلو په وزارت کې مامور وو، په راډيو افغانستان کې د ځوانانو د پروگرامونو جوړونکي وو . درې کاله يې کار وکړاو بيا ښوونکي شو .

بيا د سولې اوجگړې په انستيتوت کې لومړى راپورتر وو او دوه کاله کيږي چې هلته ليکونکى (اديتر) دى . څه دپاسه اووه کاله کيږي چې د بي بي سي له تعليمي پروژو سره همکاري لري اود نوي کور نوي ژوند په راډيويي ننداره کې د سرور رول لوبوي .

حفيظ الله گردش د نو نوې کور نوې ژوند په ننداره کې د سرور رول لوبوي

د موسيقي په برخه کې يې ځانگړې زده کړې نه دي کړې خو شاوخوا ٣٠ سندرې ېې په راديو تلويزيون کې ثسبت شوې دي . کوم ځانگړى استاد نه لري خو ښاغلي شمس الدين مسرور ورسره مرسته کړې اوپدې برخه کې ېې هڅولي دى . اوس هم کله ناکله سندرې وايي ، په کابل کې کاراو ژوند کوي . واده يې کړى اوپنځه لوڼې لري .

اوومه سټوډيو

د اوومې سټوډيو خپرونه هره جمعه د بي بي سي په ماښامنئ خپرونه کې اوريدلى شى .

پدې خپرونه کې له افغان هنرمندانو، شاعرانو، انځورگرو او نورو وتلو څېرو سره مرکې لرو او اوريدونکي په ژوندي ډول د پروگرام له برخه والو نه پوښتنې کوي اوخبرې ورسره کوي .

د اوومې سټوډيو چلوونکى سپين تڼى دى .

 له اوومې سټوديو څخه د خپرو شويو پروگرامونو ارشيف له اوومې سټوديو څخه د
خپرو شويو پروگرامونو ارشيف
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت