BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:42 گرينويچ 2007 ,16 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کابل بې کوره ماشومان

د کابل ښار په لوېديځه څنډه کې د همزنگ ته څېرمه له بهره د راستانۀ شويو کډوالو په لسگونو کورنۍ په يوۀ کوچني 'پنډغالي' کې مېشتې دي.

ډېرى کورنۍ په وروستيو کلونو کې له پاکستانه دلته راغلې. دوى په خورا زړو او نيمه نړېدلو خونو کې اوسي، چې داسې ښکاري چې حکومت څو لسيزې وړاندې جوړې کړې وي.

د دغو بېوزله او بې کوره خلکو لپاره ژوند، د اوسېدونکو يه خبره، خورا ستونزمن دى، په تېره بيا د ژمي په سړه هوا کې.

هغه تنکي ماشومان چې بېوزلۍ او نېستۍ يې د ژوند خواږۀ لا له مخکې وړي، بې کوري يې د راتلونکي هيلې هم پيکه کړې. دوى نه د سمې زده کړې وس لري او نه له همځولو سره د ساتېري ځاى.

د دغو ماشومانو لپاره کېداى شي د ساتېري تر ټولو غوره ځاى همدا وي چې د جگړو په ترڅ کې پر ويجاړو شوو گاډو سرا راټول شي

ډېرى کورونه په زړو خونو کې اوسي. ځينو يې بيا پر ځمکه خيمې وهلې. د ماشومانو لپاره دا هم يوه مېله ده چې په ډله ييزه توگه د يوۀ بل کورته ودرېږي

پنډغالي ته نژدې، دا د ماشومانو لپاره هم د لوبو ځاى دى او هم د ورزش

دغه نجلۍ وايي د زده کړې لېواله ده، خو پر څۀ يې وکړي؟ نه قلم لري او نه کتابچه. سکارۀ او د ځمکې مخ د دې لپاره د قلم او کتابچې په توگه ښه ارزانه وسيله ده.

دغه ماشومه هغې خونې ته راغلې چې کورنۍ يې په خپل لاس جوړه کړې. دلته مېشتو کورنيو ځانو ته اضافي کوټې، پخلنځايونه او د اړتيا نورې وړې ودانۍ پخپله جوړې کړې

دا هغه پخلنځى دى چې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له پاتې شوي او ويجاړ شوي گاډې څخه جوړ شوى.

بېوزلې، خو هيله من. دا ماشومان که څه هم سخت ژوند لري، خو خوښ دي، او هيلې يې له ورايه په سترگو کې ښکاري. دوى په خپله خوښه د عکس اخيستلو لپاره راټول شوي.


لغمانالينگار
زما ښار زما له سترگو
کابل ته د ولسمشر بوش د سفر انځوريز رپورټانځوريز رپورټ
کابل ته د ولسمشر بوش سفر
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت