BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:28 گرينويچ 2007 ,21 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د باليووډ تر ټولو نامتو واده: د اشوريا راى واده په انځورونو کې
د باليووډ سېنما يوه خورا ځلانده ښځينه څېره او د نړۍ د ښکلا د سيالۍ پخوانۍ گټونکې، ايشوريا راى، د هندي سېنما د وتلي ستوري اميتا بچن له زوى سره واده وکړ.

د ايشوريا راى او ابيشک بچن واده، په څو لسيزو کې د باليووډ کې تر ټولو مهم گڼل کېږي چې د هندي سېنما خورا وتلي ستوري سره جوړه کېږي. د نورو فلمي ستورو د ودونو خلاف، د ايشوريا د واده مراسم له مينه والو ډېر گوښه ساتل شوي.

د ممبۍ په ښار کې دې واده ته يوازې سل مېلمانه وربلل شوي، خو بهر په زرگونو مينه وال په کوڅو کې سره غونډ شوي چې که وکولاى شي د بېسارې جوړې د واده دستورې وکتلاى شي.

ايشوريا

ايشوريا راى په ١٩٩٤ کې د ټولې نړۍ د ښکلاد ملکې په توگه ټاکل شوې وه او په ټوله نړۍ کې مينه وال لري

پريتي زينتا

د واده درې ورځنيو مراسمو ته لږ، خو ډېر ځانگړې مېلمانه راغوښتل شوي، چې د باليووډ نور وتلي ستوري هم پکې دي، لکه پريتي زينتا

د هندوانو د واده دوديزې جامې

د نورو ستورو د ودونو خلاف، د ايشوريا د واده دقيق جزئيات لاهم نه دي څرگند. خو ويل کېږي چې دوديزې مېلې او نڅاوې به د مراسمو برخه وي

سنجي دټ

واده ته د باليووډ بل ستورى سنجى دټ هم ورغلى

اميتا بچن

د ايشوريا خسر، اميتاب بچن، ځان خورا خوشاله اېسوي چې د ښکلا پخوانۍ ملکه يې د زوى په برخه شوه. اميتاب خپله هم د هندي سېنما په تر ټولو منل شويو ستورو کې راځي

د ايشوريا استوگنځاى

د واده جوړې له مخکې د واده د مراسمو لپاره داسې وخت ټاکلى چې د بخت ليدونکو له لورې ښه گڼل شوى او موسم يې هم خوندور وي

مينه وال

ځينې مينه والو د دوو ورځو لپاره سفر کړى چې ځان ممبۍ ته ورسوي او د ايشوريا واده وگوري


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت