BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:25 گرينويچ 2006 ,17 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاپ د خپلو خبرو په اړه ژور افسوس وښوده

پاپ
د کاتوليکو عيسويانو مذهبي مشر پاپ
د کاتوليکو عيسويانو مذهبي مشر پاپ بېنېډيکټ د اسلام په اړه د خپلو څرگندونو له امله د مسلمانانو د خواشينى کىدو په هکله ژور افسوس وکړ .

د کاتوليکو عيسويانو مذهبي مشر، پاپ بېنېډيکټ، وايي چې تيره اوونۍ جرمني کې د يوه لکچر په ترڅ کې د څوارلسمې پېړۍ د يوه مسيحي امپراتور خبري رانقل کړې وى چې گواکې د اسلام پيغمبر حضرت محمد "ص" نړې ته زيان او بې رحمى راوستى.

پاپ د شنبې په ورځ د روم ښار بهر چې د نوموړي دوبنى اوسېدځاى دى د خپلو نيږدې سلاکارانو سره د څو ساعتونو غونډه لرله. ددې غونډې په مهال د واټيکان د بهرنيو چارو وزارت يوه علاميه خپره کړه چې وايي پاپ ويلي ژور افسوس کوي چې دده له وينا له امله مسلمانان خواشيني شوي او هغه يې سپکاوى گنلى .

 پاپ بايد پخپله بښنه وغواړى ځکه ده دا ويناوې کړې دي
اندونيزيا کې يو لاريون کونکى

دکاتوليکانو مذهبي مشر پاپ بېنېډيکټ د اسلام په اړه دغوڅرگندونو وروسته د لومړى ځل لپاره د يکشنبې په ورځ خلکو ته راښکاره کيږي چې ډير سخت امنيتى گامونه اخيستل شوى دي.

نوموړى د درانۀ سياسى فشار لاندې هم دي او پوهيږى چې خلک دې ته سترگې په لار دي چې د تيري اوونۍ د خبرو يادونه به کوى.

ښايي پاپ به د بښنې نه زيات څه ونه وايي خو په اندونيزيا کې يوه لاريون کونکې وويل " زه فکر کوم چې دا پښيماني صادقانه نه ده. که څوک رښتيا هم پدې پښيمانه وي نو دا اعلاميه بايد بيرته واخلي او له منځه يي يوسي. پاپ بايد پخپله بښنه وغواړى ځکه ده دا ويناوې کړې دي"

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت