BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسلام په اړه د پاپ څرگندونې وغندل شوې
لاريون
کشمير کې د پاپ په څرگندونې يو شمير خلکو په لاريون لاس پورې کړى
د پاکستان پارلمان هم له هغو نيوه کو سره يوځاى شوى چې د اسلام په اړه د پاپ پر څرگندونو په اسلامي نړۍ کې مخ په زياتېدو دي.

داسې برېښي چې د کېتوليکو عيسويانو مذهبي مشر، پاپ بېنېډيکټ، په جرمني کې دا اوونۍ د يوه لکچر په ترڅ د جهاد مفهوم تر پوښتنې لاندې راوستى. نوموړي د تعقل، مذهب او تاوتريخوالي ترمنځ تړاو ته کتنه وکړه او دقسطنطنيې د څوارلسمې پېړۍ د يوه مسيحي امپراتور د خبرو په راوړلو سره يې وويل:

د اسلام پيغمبر يوازې يو اصل رامنځ ته کړى او هغه د تورې په زور د مذهب د خپرولو لارښوونه ده او دا له تعقل سره ضديت لري او له الهي طبيعت سره سمون نه خوري.

 پاپ دي خپله خبره بېرته واخلي
د ترکيې د مذهبي چارو د ادارې مشر

د پاکستان پارلمان په يوه غږ هغه پرېکړه ليک ومانه چې د سخت دريځواسلامي گوندونو د يوه غړي له خوا وړاندې شوى و. په هغه کې د پاپ څرگندونې سپکوونکې بلل شوي او ورته ويل شوي چې بخښنه دې وغواړي.

د وېټيکن له خوا په يوه خپره شوې وينا کې راغلي چې پاپ دا نه غوښتل چې د مسلمانانو احساساتو ته زيان ورسوي، بلکه غوښتل يې دا خبره روښانه کړي چې د مذهب له خوا راټوکېدلى تاوتريخوالى نه مني.

د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم مسلمانانو د پاپ دا څرگندونې رد کړي دي. پاپ دا وينا په داسې وخت کې کړې ده چې د نومبر په مياشت کې ترکيې ته د سفر پلان لري. د ترکيې د مذهبي چارو د ادارې مشر چارواکي ويلي چې دا ډول وينا به د پاپ د سفر هدف ته زيان ورسوي.نوموړي وويل چې پاپ دي خپله خبره بېرته واخلي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت