BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:37 گرينويچ 2006 ,16 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل کې ولسي جرگې د پاپ څرگندونې غندلي

ولسي جرگه
د جرگې له لورې په خپره شوې اعلاميه کې د پاپ دغه څرگندونې د کاواکۍ او د اسلام د پيغبر له سيرت نه په ناخبرۍ ولاړې بلل شوي .
د افغانستان ولسي جرگه هم د نړۍ د کاتوليکانو د رهبر د هغو څرگندونو د غندونکو له ډلې سره يو ځاى شوي چې د اسلامي هيوادو دننه د اسلام پيغمبر ته سپکاوى بلل شوى .

د جرگې غړو د يوې اعلاميې له لارې د پاپ بيندکت دغه څرگندونې د هغه له مذهبي مقام او مسوليتونو ليرې او پارونکې بللې او پر هغه يې غږ کړى چې له مسلمانانو بښنه وغواړي .

د افغانستان ولسي جرگې د اسلام د پيغبر حضرت محمد مصطفى ( ص ) په حق کې د نړۍ د کاتوليکانو د مشر پاپ بندکت دغه وروستۍ څرگندونې له خواشينۍ ډک يو داسې عمل وباله چې د جرگې د غړو په باور يې د ټولو مسلمانانو زړونه مات کړي دي .

پاپ بيندکت د څلورمې پيړۍ د يوه امپراتور له قوله ويلي چې د اسلام پيغمبر گواکې نړۍ ته له تاو تريخوالي پرته بل څه ندي ورکړي .

دا ډول پاپ په اسلام کې د جهاد فريضه هم له پوښتنې سره مخامخ بللى .

د جرگې له لورې په خپره شوې اعلاميه کې د پاپ دغه څرگندونې د کاواکۍ او د اسلام د پيغبر له سيرت نه په ناخبرۍ ولاړې بلل شوي .

د جرگې له لورې په خپره شوې همدغه اعلاميه کې په پاپ غږ شوى چې له اسلامي امت نه په رسمي ډول بښنه وغواړي .

اعلاميي دا شک هم کړى چې کيدى شي سياسي انگيزې د پاپ د دغو څرگندونو لامل وي .

تر دې وړاندې د نړۍ په نورو اسلامي هيوادونو کې هم د پاپ دغه څرگندونې په کله غندل شوي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت