BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:48 گرينويچ 2006 ,15 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
فوټبال اتلوليو کې دوه لوبډلې دويم پړاو ته ورسيدې
ايکوادور
د ايکوادور مينه وال په لومړي ځل د نړيوالو اتلوليو دويم پړاو ته په رسيدلو خورا خوښ دي
ايکوادور د ٢٠٠٦ کال د نړيوالو اتلوليو دويم پړاو ته تر هغه وروسته ځان ورساوۀ چې کاستوريکا ته يې ماتې ورکړه .

ايکوادور کاستوريکا ته درې صفر ماتې ورکړه او په لومړي ځل يې دا وياړ ترلاسه کړ چې د نړيوالو اتلوليو دويم پړاو ته ورسيږي .

د ايکوادور له بري سره جرمني هم دويم پړاو ته ورسيد . اوس به د جرمني او ايکوادور ترمنځ لوبې ته پام اوړي چې د جون په ٢٠ نېټه کيدونکې ده .

هغه لوبه به دا معلومه کړي چې څوک له لومړني گروپ څخه لومړى مقام او څوک يې دويم ترلاسه کوي .

ايکوادور په خپلې لومړنۍ لوبې کې پولنډ ته دوه صفر ماتې ورکړه وه . اوس ايکوادور شپږ پواينټونه او پنځه گولونه لري .

جرمني کاستوريکا ته څلور دوه او پولنډ ته يو صفر ماتې ورکړه او په دې ډول دوى هم شپږ پواينټونه لري خو د گولونو په کرښه کې يې پنځه په گټه او دوه په تاوان دي .

که چيرې ايکوادور له جرمني سره خپله لوبه مساوي کړي نو دوى به د دغه گروپ بريالي وبلل شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت