|
د فوټبال د نړيوالو اتلوليو ٧ ورځ هيلې او اټکلونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٦ کال د فوټبال د نړيوالو اتلوليو په اوومه ورځدرې نورې لوبې په پام کې نيول شوي دي . ايکوادور به له کاستوريکا سره ، انگلستان له ټرينيډاډ او ټوبيگو سره او سويډڼ له پراگواى سره بخت ازمويي . نننيو لوبو ته کتنه د نن ( پنجشنبې د غبرگولي ٢٥ د جون ١٥ ) لومړنۍ لوبه به دا جوته کړي چې کوربه هيواد جرمني د خپل گروپ گټونکى دى که د وروستۍ لوبې پايلې ته لا هم اړتيا لري . په دغه لوبه کې ايکوادور له کاستوريکا سره مخامخ دى . ايکوادور په خپلې لومړنۍ لوبې کې پولنډ ته دوه صفر ماتې ورکړې وه خو کاستوريکا له جرمني څخه څلور دوه بايللې وه . که کاستوريکا له ايکوادور څخه هم لوبه وبايلي کډه به يې په شا وي نوره هيله نه شي کولاى چې دويم پړاو ته ورسيږي . ايکوادور که دغه لوبه مساوي هم کړي په ښه دريځ کې به ځکه وي چې لومړنۍ لوبه يې گټلې او څلور پواينټونه به ولري . ايکوادور پولنډ ته په ماتې ورکولو کې سپينه کړه چې دفاع يې پياوړې او يرغل يې کاري دى . کاستوريکا بيا له جرمني سره په لومړنۍ لوبه کې د کمزورې دفاع خورا ډيرې نخښې ښوولې که څه هم د يرغل په برخه کې يې د پالو وينچاپ تيزه منډه او نڅاگرې پښې ډيرو ته د ډار وړ دي . د نن دويمه لوبه د انگلستان او ټرينيډاد او ټوبيگو ترمنځ ده . انگلستان خپله لومړنۍ لوبه له پراگواى څخه په مټ کې يو صفر وگټله خو ټرينيډاد او ټوبيگو د سويډڼ د پرله پسې بريدونو په وړاندې لکه ډال ودريد او تر پايه يې مقاومت وکړ . انگلستان تر نړيوالو اتلوليو وړاندې له جميکا سره لوبه شپږ صفر گټلې وه جميکا د ټرينيډاد او ټوبيگو په څير د لوبې طرز لري خو دا امکان ليرې دى چې د دې لوبې پايله به هم هغسې وي . د دغې خبرې علت د انگلستان له لورې په تيرو دوو درو اتلوليو کې محتاطه لوبه ده . په ٢٠٠٢ کال کې هم انگلستان په هره لوبه کې تر يوۀ گول وروسته دفاع ته مخه وکړه چې په نتيجه کې يې بالاخر د برازيل له ١٠ لوبغاړو ماتې وخوړه . د اروپا د اتلوليو په لوبه کې هم انگلستان په همدغه برخليک پېښ شو چې هغه ځل يې پرتگال سيال و . که انگلستان په دې لوبه کې هم له احتياطه کار واخلي ښايي نتيجه يې بريالۍ نه وي . سويډن بيا هم د يوۀ پواينټ په لرلو ښايي ډاډه وي خو پراگواى که دغه لوبه هم وبايلله نوره هيله نه ورپاتې کيږي. پرونۍ لوبې د پرون لومړنۍ لوبه ظاهرآ د دوو تقريبآ مساوي لوبډلو ترمنځ پيل شوه . اسپانيا له اوکراين سره مخامخ وه .
که څه هم اسپانيا په نړيوالو اتلوليو کې ډيره تجربه لري او اوکراين په لومړي ځل دغه وياړ ترلاسه کړى و خو بيا هم د اوکراين ډير لوبغاړي د نړۍ په ډيرو ښو لوبډلو کې لوبيږي . د اوکراين دفاع د اسپانيا يرغلونو ته د شگو ډيرى ښکاره شو . د اوکراين يرغل هم ښايي د خپلې دفاع کمزوريو ته په پام سره زړۀ ماتى و . لوبه اسپانيا څلور صفر وگټله چې تر اوسه پورې په دغو روانو اتلوليو کې تر ټولو لوى برى دى . اسپانيايي لوبغاړي او روزونکى پر ځاى خوښ او ډاډه دي . په تيرو اتلوليو کې هم اسپانيا تل ښه پيل کړى وي خودويم پړاو کې بې سيکه يا خپله د اسپانيايانو په وينا بې قسمته وي . اوکراين به اوس په دې هيله وي چې له تيونس او سعودي عربستان څخه لوبې وگټي چې راتلونيک سيالان يې دي . سعودي عربستان له تيونس سره لوبه دوه په دوه مساوي ختمه کړه خو لوبه تر ډيره ځايه د سعودي په گټه روانه وه . خو سعودي لوبغاړو د دفاع پر ځاى لا هم بريد ته مخه وکړه چې له امله يې د اضافي وخت په ٣ دقيقه کې تيونس دويم گول وکړ او لوبه يې مساوي ختمه کړه . د پرون وروستۍ لوبه د کوربه هيواد جرمني په بري پاى ته ورسيده . جرمني پولنډ ته يو صفر ماتې ورکړه او له دې بري سره يې دويم پړاو ته رسيدل يقيقني کړل . پولنډ له دوو ماتيو وروسته د دويم پړاو هيله نه لري . د دغې لوبې په ترڅ کې او وروسته د جرمني پوليسو د پولنډ ، جرمني او هالنډ شاوخوا ٣٠٠ فوټبال مينه وال په ورانکاريو او جگړه ماريو ونيول . دا په روانو اتلوليو کې لومړنۍ پېښه ده چې د مينه والو ترمنځ پکې تاوتريخوالى کيږي . سبانۍ لوبې ارجنتاين له سربيا او مانتينيگرو سره هالنډ له عاج ساحل سره مکسيکو له انگولا سره | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||