BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:21 گرينويچ 2006 ,14 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د فوټبال نړيوالو اتلوليو شپږمه ورځ
برازيلي مينه واله
د برازيل د فوټبال مينه والو د نړۍ په هر گوټ کې له خپلې لوبې خوند واخيست
د ٢٠٠٦ کال د فوټبال نړيوالو اتلوليو په شپږمه ورځ کوربه هيواد جرمني د لومړي پړاو دويمه لوبه له پولنډ سره کوي .

اسپانيا ، اوکراين ، تيونس او سعودي عربستان خپلې لومړنۍ لوبې ترسره کوونکي دي .

ننيو لوبو ته کتنه

همدا نن ( چارشنبې د غبرگولي ٢٤ د جون ١٤ ) د ٢٠٠٦ کال د فوټبال نړيوالو اتلوليو کوربه جرمني ښايي دويم پړاو ته لار ومومي .

جرمني له پولنډ سره مخامخ دى . جرمنيانو خپله لومړنۍ لوبه له کوستاريکا څخه څلور دوه گټلې وه خو پولنډ له ايکوادور څخه دوه صفر بايللې وه .

که نننۍ لوبه پولنډ وبايلي دويم پړاو ته د رسيدو هيڅ امکان نه ورپاتې کيږي . که داسې وشي جرمني به په دويم پړاو کې ځاى موندلى وي .

د جرمني لومړنۍ لوبې ته په کتو يوازې د دفاع کرښه يو څه دقت ته اړتيا لري په يرغل کې جرمن لوبغاړو داسې نخښې نښانې ښوودلې چې ښايي ډيرو ته ستونزه پيدا کړي .

پولنډ که څه هم د ايکوادور د گول ستن يو دوه ځله په خپلې لومړنۍ لوبه کې وخوځوله خو د جرمني په وړاندې کمزورى ښکاري .

جرمني په خپله لومړنۍ لوبه کې ښه يرغل وکړ خو دفاع يې کمزورې وه

د نن په پاتې دوو لوبو کې اسپانيا له اوکراين سره او تيونس له سعودي عربستان سره مخامخ دى .

اسپانيا تل په نړيوالو اتلوليو کې ستونزې لرلي دي . اسپانيايي لوبغاړي خورا تکړه او په نڅاگرو پښو سمبال دي خو ډير کله په نړيوالو يا اروپايي اتلوليو کې د دوى د بخت ستورى برلاسى نه وي .

اوکراين په لومړي ځل د نړيوالو اتلوليو وياړ ترلاسه کوي . د اوکراين شفچينکو چې وروسته له اوو کلونو د ايټاليا له يوې لوبډلې د انگلستان چيلسي ته تيره مياشت واوښت د نړۍ يو له وتليو لوبغاړيو بلل کيږي .

شفچينکو خورا تکړه گول وهونکى دى . دا چې د اوکراين نور لوبغاړي به دۀ ته د گول وهلو موقعې برابرې کړي که نه او دفاع به يې د اسپانيا يرغلونو ته ټينگه شي که نه ځوابونو ته يې د لوبې تر پايه انتظار پکار دى .

د نن دويمه لوبه د تيونس او سعودي ترمنځ په زړۀ پورې ښکاري . سعودي عربستان په تيرو اتلوليو کې لومړنۍ لوبه له جرمني سره کړې وه چې اته صفر ماتې ورپه برخه شوې وه . دا ځل ښايي له تيونس سره تر ډيره ځايه مساوي وي .

تيونس د افريقا د لويې وچې يو له هغو هيوادونو دى چې خورا ښه لوبغاړي لري . تيونس ظاهرآ تر سعودي عربستان پياوړى دى ليکن سعودي عربستان په تيرو وختونو کې ښوولې چې له انډولو لوبډلو سره يې لوبه ښه وي .

پرونۍ لوبې

برازيل د نړيوالو اتلوليو د دفاع هڅه په يوۀ بري وکړه خو داسې برى نه و چې ډيرو يې هيله لرله . کرويشيا که څه هم ښه لوبډله لري خو د برازيل گڼ شمير ستورو ته په پام سره يو صفر برى له اټکلونو خورا کم و .
رونالدينيو هغسې ونه ځليد چې د خلکو هيله ترې وه

د برازيل رونالدو د گول مخته داسې ښکاريدۀ لکه يو عادي لوبغاړى چې لوبه کوي، رونالدينيو هم هغسې ونه ځليد چې په دې وروستيو کلونو کې خلک ورڅخه هيله لري .

د کاکا گول چې له کيڼ اړخه يې په تيز شوټ ترسره کړ د برازيل يوازينۍ هڅه نه وه خو بيا هم ښايي برازيليانو تر هغې کچې ښه لوبه ونه کړه چې اوس ورڅخه تمه کيږي . برازيل پنځه ځله د نړيوالو اتلوليو اتل شوى دى او له ١٩٩٤ کال څخه راهيسته يې په پرله پسې توگه پايلوبې ته ځان رسولى چې دوه ځله پکې بريالى او يو ځل هم د فرانسې په وړاندې پاتې شوى دى .

فرانسې په ١٩٩٨ کال کې برازيل ته په پايلوبه کې ماتې ورکړه وه . خو په ٢٠٠٢ کال کې فرانسوي لوبغاړو په درو لوبو کې يو گول ونه کړ او له لومړني پړاوه ناهيلي ستانۀ شول .

په پرونۍ لوبه کې چې له سويس سره مخامخ وه فرانسه بيا هم ونه توانيده چې گول وکړي .

د فرانسې په لوبغاړو کې زيدان د خپل تير عمر په سر هم ښه لوبيدۀ خو نور داسې کوم کس نه و چې د هانري په څير گول وهونکو ته موقعې برابره کړي .

د فرانسې پټريک ويرا ( په شنو جامو کې ) يو وخت په لوبې غالب و خو اوس د سويس لوبغاړي ترې تيز معلوميدل

سويس د فرانسې د گول ستن وخوځوله او نور داسې چانسونه يې هم لرل چې که بخت ورسره ياري کړې واى فرانسه يې ماتولى شواى .

د سويلي کوريا او ټوگو لوبه د اسيايي هيواد په گټه پاى ته ورسيده . که څه هم سويلي کوريا په ٣١ دقيقه کې شاته پاتې و او ټوگو يو صفر وړاندې و خو د ټوگو د يوۀ لوبغاړي له وتلو وروسته سويلي کوريا هغه شېبې وښوودې چې په ٢٠٠٢ کال کې يې په خپل کور ښوولې وې او ځان يې تر نيمه پايلوبو يا سيمې فاينله رسولى و .

سويلي کوريا دغه لوبه دوه يو وگټله خو د نورو گولونو امکان يې هم لارۀ .

سبانۍ لوبې

ايکوادور له کاستوريکا سره

انگلتسان له ټرينيډاد او توبيگو سره

سويډن له پراگواى سره

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت