|
نړيوالو اتلوليو کې انگلستان خپله دويمه لوبه هم وگټله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
انگلستان د ٢٠٠٦ کال د فوټبال اتلوليو دويم پړاو ته رسيدونکى دريم هيواد شو . انگلستان نن ( د غبرگولي ٢٥ د جون ١٥ ) ټرينيډاد او ټوبيگو ته په خپلې دويمې لوبې کې دوه صفر ماتې ورکړه او دويم پړاو ته يې د رسيدو وياړ ترلاسه کړ . په دغې لوبې کې تر ٨٣ دقيقې پورې د ټرينيډاډ او ټوبيگو لوبډلې ښه دفاع وکړه او يوازې يو نيم يرغل يې لارۀ چې خطرناک به هم ښکاريدۀ . په ٨٣ دقيقه د کپتان ډيويډ بيکهم يوۀ کراس د پيټر کروچ تر سره ورسيد چې توپ يې گول ته ورساوۀ . انگلستان ورو ورو داسې ښکاريدۀ چې ښايي د گول کولو بخت به ونه لري . د دوى هر يرغل د ټرينيډاد دفاعي لوبغاړو گرځاوۀ او يا هم انگريز لوبغاړو داسې شوټونه کول چې گول ساتونکى يې هم دفاع ته اړ يوست . په دغه لوبه کې انگلستان له څو پنځوس دقيقو وروسته خپل ټپي شوى ستورى واين روني هم لوبې ته داخل کړ . له روني سره يو ځاى د انگلستان روزونکي د ښي لاس تکړه لوبغاړى لېنين هم راميدان ته کړ چې ورسره د انگلستان د بريدونو کچه لوړه شوه . د انگلستان دريم بدلون د ډاونينگ و چې د هغۀ کراس لېنين بيکهم ته ورساوۀ او د بيکهم گوزار پيټر کروچ وموند . د انگلستان دويم گول سټيفن جيراډ وکړ چې ټوله هڅه يې هم خپله وه . له ښي لاسه يې توپ د ډي کرښې ته نژدې کړ او د کيڼې پښې په شوټ يې د ټرينيډاد او ټوبيگو د گول جال وخوځاوۀ . انگلستان خپله دريمه لوبه له سويډن سره کوي که هغه لوبه مساوي هم شي دوى به د دغه گروپ گټونکي وي . خو که سويډن له پراگواى څخه وگټله او له انگلستان سره هم بريالۍ شو نو د گروپ گټونکى به شي . | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه فوټبال اتلوليو کې دوه لوبډلې دويم پړاو ته ورسيدې15 جون, 2006 | خبرونه د فوټبال د نړيوالو اتلوليو ٧ ورځ هيلې او اټکلونه15 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||