|
د ٢٠٠٦ کال فوټبال نړيوالو اتلوليو ٤ ورځ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٦ کال د نړيوالو اتلوليو په څلورمه ورځ نن ( دوشنبې د غبرگولي ٢٢ د جون ١٢ ) بيا هم درې لوبې کيدونکي دي . لومړنۍ لوبه د استراليا او جاپان تر منځ ده . د کاغذ پر مخ دغه دواړه لوبډلې سره ښايي مساوي وي . استراليا وروسته له نژدې درو لسيزو په نړيوالو اتلوليو کې د گډون وياړ ترلاسه کړى دى . جاپان بيا دا دريم پرله پسې ځل دى چې تر دغه پړاوه را رسيږي . د استراليا په لوبډله کې نژدې ټول لوبغاړي د اروپا په ښو ليگونو کې لوبه کوي . د استراليايانو په باب ويل کيږي چې که کومې لوبې ته مخه کړي ډير ژر يې د اتلولۍ تر کچې رسوي . د استراليا د کريکټ او هاکي لوبډلو په تيرو دوو لسيزو کې همدا خبره ثابته کړې ده . فوټبال د کريکټ او هاکي په پرتله په استراليا کې کمزورى دى خو نننى سيال جاپان هم ښايي دومره پياوړى نه وي چې استراليايي لوبغاړي ورڅخه د گټلو هيله ونه لري . جاپان په تيرو پنځلسو کلونو کې فوټبال لوبې ته جدي پام کړى دى .
د جي ليگ په نامۀ د لوبو لړۍ يې د اسيا د لويې وچې په کچه د پام وړ دي . د جاپان ځينې لوبغاړي اوس په انگلستان او ايټاليا کې لوبه کوي چې د هغوى تجربه به ورسره له استراليا سره په لوبه کې مهمه وي . د نن دويمه لوبه د متحدو ايالاتو او چيک جمهوريت ترمنځ ده . چيک جمهوريت د اروپا يو له هغو هيوادونو دى چې د فوټبال په ډگر کې ورڅخه ډير سترگه کوي . متحد ايالات که څه هم له ١٩٩٤ کال څخه راهيسته په پرله پسې توگه په نړيوالو اتلوليو کې حضور لري خو لوبغاړي يې د چيک جمهوريت په څير لوبډلې ته د ډيرو په گومان د ټينگې نه دي . دريمه لوبه د ايټاليا او گانا ترمنځ ده . ايټاليا د ځينو په گومان ښايي ډير خلک حيرانه کړي او آن د اتلولۍ تاج خپل کړي . په تيرو څو کلونو کې د ايټاليا فوټبال په يو نه يو ډول تر پخوا کمزورى شوى دى خو د فوټبال مينه وال وايي د ١٩٨٢ کال اتل هيواد ايټاليا داسې لوبغاړي لري چې که بخت ورسره ياري وکړه تر پايه لاړ شي او بريالي کور ته ستانۀ شي . دوى په وروستي ځل د اسپانيا په خاوره په ١٩٨٢ کال کې نړيواله اتلولي گټلې وه گانا په لومړي ځل دغو اتلوليو کې برخه اخلي . پرونۍ لوبې په پرونيو لوبو کې د کاغذ پر مخ تر ټولو په زړۀ پورې لوبه د سربيا او مانتينيگرو او هالنډ ترمنځ بايد واى ځکه چې دغه دواړه لوبډلې د نړۍ ځينې ښه لوبغاړي لري .
خو په عمل کې د مکسيکو او ايران لوبه په زړۀ پورې ثابته شوه . د دغې لوبې په لومړۍ نيمايي کې لوبه په حيرانونکې توگه مساوي ښکاريده . ايران د مکسيکو په وړاندې ښه لوبيدۀ . که څه هم د مکسيکو بريدونه کاري او ډير ښکاريدل خو ايراني لوبغاړو هم سيالي کوله . د لوبې په ٢٨ دقيقه کې د مکسيکو براوو گول وکړ او داسې ښکاره شوه چې ايراني لوبغاړي به زړۀ ماتي شي . د مکسيکو له لورې له هيلو خلاف دفاع ته مخه شوه . همدا علت و چې ايراني لوبغاړيو د يوۀ کارنر هڅه په گول بدله کړه . د مکسيکو دفاع ويده ښکاره شوه او ٣٥ کلن ىحى گل محمدي خالي جال ته توپ ورساوۀ . د لوبې په دويمه نيمايي کې د مکسيکو لوبغاړي داسې ښکاره شول لکه له يوۀ نوي هوډ سره چې راستانۀ شوي وي . د ايران پر گول پرله پسې بريدونه وشول او د مکسيکو لوبغاړو هغه پياوړتيا عملآ ښووله چې د ايراني لوبغاړو په وړاندې يې لرله . ايران تر ډيره دفاع ته مخه کړې وه خو په ٧٦ دقيقه کې براوو په خپل دويم گول د ايران دفاعي کرښه نه يوازې ماته کړه بلکې د هغوى هر ډول هيله يې هم له خاورو سره خاورې کړه . د مکسيکو زينا په ٧٩ دقيقه کې په دريم گول د ايراني لوبغاړو برخليک ښه واضحه کړ چې له ماتې سره به مخامخ وي . پرونۍ دريمه لوبه د پرتگال او انگولا ترمنځ وه . همدا دوه لوبډلې به له ايران او مکسيکو سره هم لوبې کوي . د پرتگال او انگولا لوبه هم يوازې لومړنۍ برخه د ليدو وړ وه . د لوبې په ١٢ ثانيه کې د پرتگال گول وهونکي پوليتا نژدې گول کړى و خو دغه ارمان يې پنځه دقيقه وروسته پوره شو .
پرتگال د انگولا د گول ستن هم وخوځوله خو انگولا وروسته وروسته زړۀ وره لوبه وکړه . د لوبې دويمه برخه تر ډيره د پرتگال په دفاع او د انگولا په ناکامو هڅو پاى ته ورسيده . پرتگال په يو صفر بريالى شو . د پرون لومړنۍ لوبه هالنډ له سربيا او مانتينيگرو څخه په يو صفر وگټله . په دغې لوبې کې له دواړو غاړو څخه ښه پاسونه وليدل شول ، ښه حرکتونه ښکاره شول خو د گول په خولۀ کې دواړو غاړو له ښو موقعو گټه وانه خيسته . د دغې لوبې يوازينى گول د هالنډ اين رابين وکړ . سبانۍ لوبې سويلي کوريا له ټوگو سره فرانسه له سويس سره برازيل له کرويشيا سره | ورسره تړلي نور خبرونه د فوتبال نړيوالو اتلوليو ٣ مه ورځ11 جون, 2006 | خبرونه د فوټبال نړيوالو اتلوليو دويمه ورځ10 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||