|
د فوټبال نړيوالو اتلوليو دويمه ورځ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٦ کال د نړيوالو اتلوليو په دويمه ورځ نن ( د غبرگولي ٢٠ د جون ١٠ ) درې لوبې کيدونکې دي . د انگلستان او پراگواى لوبه
د فوټبال د نړيوالو اتلوليو په دويمه ورځ د انگلستان او پراگواى لوبه د انگلستان په بري سر ته ورسيده . په دغه لوبه کې يوازينى گول د پراگواى مدافع لوبغاړي کارلوس گمارا وکړ . انگلستان د لوبې په لومړنۍ نيمايي کې ښه لوبه وکړه . په دريمه دقيقه کې له کيڼ اړخ څخه دانگلستان کپتان ديويد بيکهم د توپ په غورځولو د پراگواى د گول په خولۀ کې مدافعې لوبغاړي بيړي او وارخطايۍ ته مجبوره کړل . د انگلستان گول وهونکى پيټر کروچ چې تر دوو مترو دنگه ونه لري د دغې وارخطايي يو دليل و . هغه ته د توپ تر رسيدو وړاندې گمارا په سر غونډسکه ووهله او پر ځان يې گول وکړ . له گوله لږ وروسته داسې ښکاريده چې انگلستان به نور گولونه هم وکړي . يوۀ بل ته د انگلستان د لوبغاړو پاسونه خورا ښه روان و او بريدونه هم پرله پسې و . د لومړنۍ برخې په پاى کې پراگواى په لومړي ځل د انگلستان پر گول هم بريد وکړ . دويمه نيمايي کې لوبه په بشپړه توگه بدله شوه . پراگواى داسې ښکاريدۀ چې له نوي هوډ سره لوبغالي ته راستون شوى وي .
د انگلستان له لورې د مرستيال کپتان مايکل اووين سم لاسي بدلولو داسې نخښې لرلې چې گواکې انگلستان همدې وۀ گول ته ناست دى . د انگلستان په روزونکي سيون گوران اريکسن له تيرو څو کلونو همدا نيوکه کيږي چې تر يوۀ گول وروسته دفاع ته مخه کوي . د انگلستان رسنۍ د ٢٠٠٢ کال د نړيوالو اتلوليو په منځلوبو يا کواټر فاينل کې له برازيلس ره د انگلستان ماتې د روزوکي د همدې منفي تخنيک له امله گڼي . د دويمې ورځې نورې دوه لوبې د ١٩٧٨ او ١٩٨٦ کال د نړيوالو اتلوليو اتل هيواد ارجنتاين له عاج ساحل سره خپله لومړنۍ لوبه کوي . دا لومړى ځل دى چې عاج ساحل د فوټبال په لوبو کې تر دې پړاوه را رسيږي . خو د عاج ساحل څو مياشتې وړاندې د افريقا د لويې وچې په اتلوليو کې ډير ښه وځليد او له مصر څخه يې په قاهره کې پايلوبه وبايلله . خو د ارجنتاين لوبډله د ځوان لوبغاړي مسي او يو شمير تجربه لرونکو غړو ښايي ډير غښتلى وي . د نړيوالو اتلوليو د روانې ورځې دريمه لوبه د ترينيداد او توبيگو او سويډن ترمنځ ده . ترينيداد او توبيگو هم په لومړي ځل دغه پړاو ته رسيدلي دي . دوى له شمالي او مرکزي امريکا څخه نړيوالو اتلوليو ته غوره شول . سويډن د اروپا د دويم کتار په پياوړو هيوادونو کې حسابيږي . داسې گومان دى چې سويډن او انگلستان ښايي له دغه گروپ څخه دويم پړاو ته ورسيږي . د لومړنۍ ورځې لوبې په پرونيو لوبو کې کوربه هيواد جرمني تر رنگارنگو پرانيستونکو نندارو وروسته له کوستاريکا سره د بريد په برخه کې ښه لوبه وکړه خو دفاع يې ځينې نيمگړتياوې وښوودې چې ښايي په راتلونکو لوبو کې ورته خورا بدې پايلې ولري .
جرمني دغه لوبه ٤-٢ وگټله خو دوه گولونه يې داسې وخوړل چې که د هر هيواد تيز ځغستونکي ورسره مخامخ شي ښايي د دوى له دغه ضعفه لا ډيره گټه واخلي . لوبه په شپږمه دقيقه کې هغه وخت توده شوه چې د جرمني زلمي لوبغاړي لمب له کيڼ اړخه د کوستاريکا مدافع لوبغاړي مات کړل او گول يې وکړ . د کوستاريکا پالو وينچاپ په ١٢ دقيقه کې د جرمني د سستې دفاع په مټ گولس برابر کړ خو کلوس په ١٨ دقيقه کې د جرمني برلاسي پر ځاى کړه . کلوس په ٦١ دقيقه کې دريم گول هم وکړ خو کوستاريکا او په ځانگړې توگه پالو وينچاپ دومره ژر ماتې نه منله . دۀ په ٧٣ دقيقه کې د خپل هيواد دويم گول وکړ خو د المان فرينگز د لوبې تر پاى ٣ دقيقې وړاندې څلورم گول خپل کړ او د کوستاريکا هيلې يې په ناهيلۍ بدلې کړې . په دويمه لوبه کې پرون د لومړني گروپ پاتې دوه لوبډله سره مخامخ شوې .
پولنډ ظاهرآ غښتلى و خو ايکوادور د کارلوس تينيرو د ٢٤ دقيقې او د ديلگادو د ٨٠ دقيقې په گولونو برى ترلاسه کړ . پولنډ دوه ځل د ايکواډور د گول ستن وخوځوله خو تر جاله يې توپ ونه رساوۀ . په لومړۍ ورځ دوو لوبو کې ٨ گولونو نندارچيانو ته دا هيله پيدا کړې چې سږ کال به د ډيرو گولونو د ليدو بخت ولري . د يکشنبې د ورځې لوبې انگولا له پرتگال سره مکسيکو له ايران سره سربيا مانتينيگرو له هالنډ سره | ورسره تړلي نور خبرونه د ٢٠٠٦ کال فوټبال اتلولۍ به څوک وگټي ؟08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||