BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 19:37 گرينويچ 2006 ,08 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ٢٠٠٦ کال فوټبال اتلولۍ به څوک وگټي ؟
فوټبال
د ختيځ او لويديځ جرمني له يو کيدو وروسته دا لومړى ځل چې په جرمني کې د فوتبال نړيوالې اتلولۍ ترسره کيږي
نن ( جمعه د جون ٩ د غبرگولي ١٩ ) په جرمني کې د فوټبال د نړيوالو اتلوليو ١٨ مې سيالۍ پيليدونکې دي .

په دغو اتلوليو کې ٣٢ هيوادونه برخه اخلي چې برازيل به پکې له خپلې اتلولۍ دفاع کوي . څلور کاله وړاندې برازيل په پنځو ځل د فوټبال نړيوالې اتلولۍ وگټلې چې يو ريکارډ دى .

په تيرو څه باندې دوو کلونو کې د نړۍ ١٩٤ هيوادونو د فوټبال په ډگر کې بخت وازمويه خو ايله ٣١ وتوانيدل چې جرمني ته لاره ومومي او دغلته له کوربه هيواد سره د فوټبال د نړيوالو اتلوليو د گټلو هوډ وازمويي .

جرمني وروسته له ٣٢ کالو د فوتبال نړيوالو اتلوليو کوربه دى ، هغه وار لويديځ المان هالنډ ته په پايلوبه کې ماتې ورکړه وه .

خو د جرمني اوسنۍ لوبډله ظاهرآ هغومره غښتلې نه ده چې کلونه پخوا وه . له جرمني سره په لومړي پړاو کې کوستاريکا ، پولنډ او ايکوادور سيالۍ ته مخامخ دي .

په دغو هيوادونو کې جرمني بې له شکه چې پياوړى دى ، د خپل کور لوبغالي او په پرتليزه توگه ښه لوبډله به دوى دويم پړاو ته ورسوي .

تر ټولو سخت گروپ ښايي سي وي چې هالنډ ، ارجنتاين ، سربيا او مانتينيگرو او عاج ساحل پکې له يوۀ بل سره سيالي کوي .

 جرمني وروسته له ٣٢ کالو د فوتبال نړيوالو اتلوليو کوربه دى

ارجنتاين دوه ځلې د نړيوالو اتلوليو وياړ موندلى ، هالنډ بيا دوه ځلې پايلوبه بايللې . عاج ساحل که څه هم په لومړي ځل تر دې پړاوه رارسيدلى خو د افريقا د لويې وچې په اتلوليو کې يې سږ کال له مصر څخه پايلوبه وبايلله او ډير لوبغاړي يې د اروپا په هيوادونو کې لوبه کوي .

سربيا او مانتينيگرو هم داسې لوبغاړي لري چې د دغه گروپ د گټونکي اټکل گرانوي .

د تيرو اتلوليو اتل برازيل د رونالدينيو ، رونالډو او يو شمير نورو لوبغاړو په لرلو بيا هم د ډيرو په گومان د گټلو چانس لري.

انگلستان ، ايټاليا او فرانسه ښايي په دې وځليږي چې په خپله لويه وچه کې يې سيالي کيږي .

په اروپا کې ترسره شوې نړيوالې اتلولۍ يوازې يو ځل د کومې بلې لويې وچې هيواد گټلي چې هغه هم له نن څخه نژدې نيمه پيړۍ وړاندې برازيل و .

ارجنتاين هم دا ځل د ځينو نويو لوبغاړو په رامخته کولو ښايي له لاتيني امريکا وځليږي خو ډير گومان همدا دى چې د اروپا کوم هيواد به تر راتلونکو څلورو کلونو د فوتبال د نړيوالې اتلولۍ تاجc په سر ولري .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت