|
د فوتبال نړيوالو اتلوليو ٣ مه ورځ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د نن ( يکشنبې د غبرگولي ٢١ د جون ١١ ) په دريو لوبو کې ښايي تر ټولو په زړۀ پورې لومړنۍ هغه وي . هالنډ په دغه لوبه کې له سربيا او مانتينيگرو سره مخامخ دى . د هالنډ په باب ويل کيږي چې له ١٩٧٠ مو کلونو راهيسته يې تل ښه لوبغاړي لرلي دي خو ستونزه يې دا وي چې ١١ لوبغاړي د يوې لوبډلې په توگه ډير کله ښه نه لوبيږي . هالنډي لوبغاړي ډير کله په خپل منځي لانجو اخته وي . تا ويلي ما ويلي يې تل اورو . د ١٩٩٤ کال تر نړيوالو اتلوليو وړاندې يې ستورى گوليټ له روزونکي سره د اختلافونو له امله په کور پاتې شو . په ١٩٩٨ کال کې هم همدا لوبه له يوۀ بل ستوري سره وشوه . اوسنۍ لوبډله يې لږ تر لږه د اوس لپاره داسې کومه ستونزه ظاهرآ نه لري . د وان نستلاى په څير گول وهونکى به د هالنډ لپاره ښه زيرى وي . خو دغه لوبډله له منځډگرو لوبغاړو نيولې تر دفاع پورې په ستورو ډکه ده . سربيا او مانتينيگرو د پخوانۍ يوگسلاويا رښتينې استازې بلل کيږي . يوگسلاويا يو وخت خورا غښتلې فوټبال لوبډله لرله . اوس که څه هم د کرويشيا لوبډله له پخوانۍ يوگسلاويا ډيره ځليږي خو د سربيااو مانتينيگرو ډير لوبغاړي هم د نړۍ په ځينو تکړو فوټبال ليگونو کې لوبې کوي . ظاهرآ د هالنډ د بري هيله ډيره ده خو فوټبال کارپوهان وايي ٩٠ دقيقې بخت ډير کله تيرې اتلولۍ هيروي . د نن دويمه لوبه د اسيا له لويې وچې غوره شوى ايران له مکسيکو سره مخامخوي . ايران ظاهرآ په يوۀ اسانه گروپ کې ځاى شوى دى . خو له مکسيکو سره لوبه به ورته گرانه وي . مکسيسکو دا څوويم ځل دى چې پرله پسې د نړيوالو اتلوليو دغه پړاو ته رارسيږي خو ايران ايله په دريم ځل تر دې ځايه رسيدلى دى . د نن وروستۍلوبه د انگولا او پرتگال تر منځ ده . انگولا په لومړي ځل نړيوالو اتلوليو کې برخه اخلي . پرتگال بيا هغه روزونکى لري چې په ٢٠٠٢ کال کې يې برازيل ته د اتلولۍ وياړ ور په برخه کړ . پرونۍ لوبې د انگلستان او پراگواى تر لوبې وروسته چې انگريزان پکې په يو صفر بريالي شول ، ټولې سترگې سويډن ته وې چې له بې تجربې ترينيداد او ټوبيگو سره سيالۍ ته وتلى و .
سويډن په ٢٠٠٦ کال کې له پرونۍ لوبې سره ټولې اووه لوبې کړي خو يوه يې هم نه ده کړې . خو بيا هم د ټرينيډاډ او توبيگو په پرتله سويډن خورا پياوړى ښکاريد . د ټرينيډاد او ټوبيگو د يوۀ لوبغاړي په ايستلو سره سويډن ته لوبه نوره هم اسانه شوه خو تر پايه يې ونه کولاى شول چې گول وکړي . د ايټاليا په يوانتس لوبډله کې د سويډن ستورى ابراهيمويچ تل ځليدۀ خو په پرونۍ لوبه کې داسې ښکاريد لکه بې وسه چې وي . د دويمې ورځې تر ټولو په زړۀ پورې لوبه وروستۍ وه چې د ١٩٧٨ او ١٩٨٦ مو اتلوليو اتل ارجنتاين د افريقا له عاج ساحل سره مخامخ و . د عاج ساحل په خپلو لنډو پاسونو ، چټکې منډې او ښکليو تخنيکونو د سويلي امريکا پياوړې لوبډله ارجنتاين تر ډيره هېښه کړې وه . خو د کريسپو زيرکۍ ارجنټاين ته په لومړيو ٢٠ دقيقو کې د يوۀ گول برلاسي ورکړه . په تيرو اتلوليو کې ليدل شوي و چې د افريقا د لويې وچې هيوادونه د گول تر خوړلو وروسته فشار احساسوي خو دا ځل عاج ساحل داسې لوبه وکړه لکه گول چې دوى کړى وي . ښايي همدا زړۀ ورتيا وه چې د دفاع کرښې يې په دويم گول کې ويدۀ وزمه ښکاره شوې . د دوو گولونو له خوړلو وروسته د ارجنتاين په څير يوې لوبډلې سره لوبه اسانه نه وه . خو په دويمه نيمايي کې هم عاج ساحل پر مخ لاړ او د لوبې په ٨٢ دقيقه کې يې د درگبا په مټ گول وکړ . که د عاج ساحل گڼ شمير چانسونه نه واى ضايعه کړي ښايي ارجنتاين هک پک پاتې شوى واى . سبانۍ لوبې استراليا له جاپان سره ايټاليا له گانا سره متحد ايالات له چيک جمهوريت سره | ورسره تړلي نور خبرونه د فوټبال نړيوالو اتلوليو دويمه ورځ10 جون, 2006 | خبرونه د ٢٠٠٦ کال فوټبال اتلولۍ به څوک وگټي ؟08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||