|
افغانستان د هينډبال په لوبه کې بريالى شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان دهينډ بال ملي لوبډلې د پاکستان پنجاب ايالت دسرګودې ښار لوبډلې ته د ٢٧ په مقابل په ٤٥ گولونو ماتې ورکړه . د هينډ بال دغه سيالي دپاکستان دپنجاب ايالت دسرګودې ښار په لوبغالي کې و شوه. دافغانستان له لوري فريدون ١٥، بشير افضلي ٨ او فردين رسولي ٧ گولونه او دسرګودې له لوري محمد سهيل ١٢ گولونه وکړل . دلوبې په پاى کې دسرګودې ښاروال ساجد يوسفي په لوبغاړو انعامونه ووېشل . د افغانستان د هينډبال لوبډلې تر دې وړاندې په پېښور او فيصل اباد کې خپلې لوبې بايللې وې . هينډ بال د فوټبال په څير لوبه ده خو په دې توپير چې د پېښې پر ځاى پر لاس لوبه کيږي . دغه لوبه په افغانستان کې د نورو لوبو په پرتله نوې ده . | ورسره تړلي نور خبرونه افغان هينډبال لوبډلې دويمه لوبه وبايلله13 اپريل, 2006 | خبرونه د افغانستان د هينډبال لوبډلې ماتې وخوړه11 اپريل, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||