|
افغان هينډبال لوبډلې دويمه لوبه وبايلله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د هينډبال ملي لوبډله دپاکستان دفيصل اباد ښار له لوبډلې سره په لوبه کې په درو گولونو ماتې وخوړه چې پاکستان ته په سفر کې يې دا دويمه پرله پسې ماتې ده . پرون ( د وري ٢٣ د اپريل ١٢ ) د پنجاب ايالت د فيصل اباد ښار د پوهنتون په لوبغالي کې افغان لوبغاړو ٢٧ گولونه وکړل خو کوربه لوبډلې د ٣٠ گولونو په کولو لوبه وگټله . د لوبې په لومړۍ نيمايي برخه کې د افغانستان لوبډله پر فيصل اباد غښتلې وه او د ١٢ په ١٥ وړاندې وه . د فيصل اباد له لوري شهزادعلي او د افغانستان له لوري فردين رسولي ٧ فريدون مرزا٦ او ايمل هيکل ٥ گولونه وکړل . د افغانستان د هينډبال فيدراسيون هيله من دى چې په پاکستان کې ددې سياليو له امله به په افغانستان کې د هينډبال لوبه وده وکړي . د هينډ بال لوبه په افغانستان کې د نورو لوبو په پرتله نوې ده . دغه لوبه فوټبال ته ورته ده خو د پښو پر ځاى په لاسونو کيږي . تر دې وړاندې د سرحد ايالت او د پېښور پوهنتون د هينډبال گډې لوبډلې دافغانستان دهينډبال ملي لوبډلې ته په پنځو گولونو ماتې ورکړې وه . | ورسره تړلي نور خبرونه د افغانستان د هينډبال لوبډلې ماتې وخوړه11 اپريل, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||