|
د افغانستان د هينډبال لوبډلې ماتې وخوړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سرحد ايالت او د پېښور پوهنتون د هينډبال گډې لوبډلې دافغانستان دهينډبال ملي لوبډلې ته ٣٣ په ٢٨ نومرو ماتې ورکړه . د افغانستان د هينډ بال ملي لوبډله دپاکستان دهينډبال فدراسيون په بلنه پاکستان ته رسيدلې چې د دغه هېواد د بېلابېلو ښارونو د هينډ بال له لوبډلو سره سيالۍ ترسره کړي . دافغانستان دهينډ بال ١٨ کسيزې لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه د پېښور پوهنتون په لوبغالي کې وکړه . د لوبې دکتلو لپاره له نورو نندارچيانو سره دپېښور پوهنتون مرستيال ډاکټر پروفيسور هارون رشيد اودسرحد ايالت دهينډ بال فدراسيون يو شمېر چارواکي هم ناست وو. د افغانستان د هينډ بال فدراسيون مشر خالد يوسف نيازي خبري اژانسونو ته وويل (( د سرحد ايالت او پېښور پوهنتون لوبډله تجربه لرونکې او تکړه لوبډله وه چې زموږ لوبغاړو ورسره ښه سيالي وکړه زموږ لوبغاړي به په خپلو راتلونکيو سياليو کې غوره لوبه ترسره کړي . )) ده وويل چې دافغانستان دهينډ بال دډلې لخوا فريدون ١٠، ايمل حقيقي ٨ او رسولي ٦ نومرې ترلاسه کړې . د هينډ بال لوبه په افغانستان کې د نورو لوبو په پرتله نوې ده . دغه لوبه فوټبال ته ورته ده خو د پښو پر ځاى په لاسونو کيږي . د افغانستان د هينډ بال لوبډله به د وري په ٢٣مه او ٢٤ ( د اپريل ١٣ او ١٢ ) د پنجاب ايالت د فيصل اباد د ښاروالۍ له لوبډلې سره دوه سيالۍ کوي . دغه راز د وري په ٢٥مه د سرګودې او د وري په ٢٧مه د لاهور له ښار سره سيالي کوي د افغانستن د هينډ بال لوبې وروستۍ سيالي به د قلعه ګجر سنګ ښار له لوبډلې سره وي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||