BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بزگرانو ستونزې : دولت ، شرايط او حل لارې

کرهڼه
د بڼوالو لپاره د شرايطو ښه کول ښايي مرسته وکړي چې اقتصادي وضعه صه شي .
افغان كروندګر وايي د دوديزې كركيلې په ډګر كې لا هم هغه ستونزې پرځاى پاتې دي چې د جګړو له كبله د افغانستان كرنيز سيسټم ته اوښتي دي .

داوبولګولو د سيسټم خرابوالى ، د كرنيزو اصلاح شوو تخمونو او د كيمياوي سرې د بيې لوړوالى هغه څه دي چې كروند ګرو ته يې دا پلمه په لاس وركړې چې د كوكنارو پر كر كيله لاس پورې كړي .

د عبدالله جان په نامه د بلخ ولايت يو كروند ګر وايي چې دوى د غنمو هغه تخمونه كاروي چې پنځه ويشت كاله وړاندې يې كرل او په دولتي چارواكو يې نيوكه وكړه چې د كركيلې د پرمختيا لپاره هڅې نه كوي .

د شا محمود په نامه يو بل تن وويل چې دوى هم نه غواړي چې د كوكنارو د كروندګرو په توګه ونومول شي خو كه افغان دولت او نړيواله ټولنه د كوكنارو د كښت او توليد د مخنيوي په هڅه كې وي ، د دوديزې كركيلې د توليد د زياتوالى لپاره دې هلې ځلې وكړي .

ده وويل د اصلاح شو تخمونو او كيمياوي سرې په وركړه كې دې دولت زيان ومني او يا دې د پور په توګه له كروندګرو سره مرستې وكړي چې د افغانستان د كرنيزو توليداتو كچه پورته ولاړه شي او بيا يې د بازار موندنې په برخه كې هم كار وشي .

 كورنيو ټرانسپورټي ستونزو د دې مخنيوى وكړ چې ځېنې ميوې د چاڼولو لپاره فابرېكو ته ورسول شي

افغانستان د نړۍ د هغو هيوادونو له ډلې څخه دى چې نژدې ٨٠ په سلو كې وګړي يې د كر كيلې له لارې خپلې اقتصادي اړتياوې پوره كوي .

افغان چارواكي وايي چې د دې هيواد د كرنې وزارت د كركيلې د پرمختيا او پراختيا په موخه يوه تګلاره چمتو كړې چې په ترڅ كې به يې د افغانستان كرنيز سيسټم په١٠كلونو كې ٦٠ په سلو كې پرمختګ ولري .

د افغانستان د كرنې وزارت وايي چې دا مهال د دغه هيواد كرنيز توليدات نه شي كولى چې ١٥ په سلو كې هم د افغان وګړو خوراكي اړتياوې پوره كړي .

ځكه خو د چارواكو په وينا د افغانستان ٨٥ په سلو كې وګړي پر بهرنيو مرستو ډډه لګوي .

د تير ميلادي كال ( ٢٠٠٥ ) په اوږدو كې د ملګرو ملتونو يوې څيړنې وښوده چې د افغانستان ٧٠ په سلو كې وګړي له بېوزلۍ څخه ځوريږي او د لوږې له خطر سره مخامخ دي .

د بلخ ولايت د كرنې او مالدارۍ ريس كاتب شمس د بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل چې د افغانستان د كرنې په پرمختيايي تګلاره كې چې د ۲۰۰۵ ميلادي كال په اوږدو كې جوړه شوې ده ، ټولې هڅې په دې راټولې دي چې د كورنيو كرنيزو توليداتو كچه پورته لاړه شي .

د ستونزو له كبله زيانمن شو او په توليداتو كې يې ۷۱% كموالى راغى

ده وويل دولت غواړي چې د زعفرانو ، زنكيو (زيرې ) او د سابين په نامه د يو ډول بوټي د كښت د دودولو تر څنګ د غنمو ، وريجو ، مالوچو ، وربشو ، ميو او جوارو توليد زيات كړي .

د سابين په نامه بوټى ٤٠ په سلو كې پروټين لري او د خوراكي توكو او درملو په جوړولو كې كاريږي .

ده وويل چې د افغانستان د كرنې وزارت په دې منډو ترړو هم بوخت دى چې د دغه هيواد كرنيز توليدات د نړيوالو ماركيټونو لپاره چمتو كړي .

د ملګرو ملتونو د خوراك نړيوالې ټولنې وار له مخه ويلي دي چې د افغانستان كرنيز توليدات له نړيوال ستنډرډ سره سمون نه لري او په داسې ډول بايد چمتو شي چې له نړيوالو كرنيزو توليداتو سره ورته والى ولري .

يو شمير نادولتي ټولنې چې د كركيلې په برخه كې له افغان دولت سره مرسته كوي ، په دې هلو ځلو بوختې دي چې افغان كروند ګر له نوې ټيكنالوجۍ سره اشنا كړي چې له مخې يې د خپلو كرنيزو توليداتو كچه لوړه او له نړيوال معيار سره سمون ولري .

ايس اې بي په نامه له افغانستان سره د بيلجيم د هيواد د مرستو اداره چې د يوې نړيوالې مرستندويه ټولنې په توګه د بلا عوضه مرستو له لارې د كروندګرو او بڼوالو ترڅنګ هغه افغان ځوانان په مسلكي ډول روزي چې له زده كړو بې برخې پاتي دي .

د دغې نړيوالې مرستندويه ټولنې چارواكي وايي چې د درې لسيزو راهيسې دوى په افغانستان كې فعاليت كوي او په زرګونو داسې ځوانان چې د روزي د ګټلو لارې ترې وركې وې ، په مسلكي مهارتونو سمبال كړي او اوس خپل كاروبار لري .

محمد رفيق شريفي د دغې موسيسې د كركيلې د څانګې مسول دى .

د خوراكي توكو د چاڼولو د صنعت په برخه كې د بورې په توليد كې د ۱۹۷۸-۱۹۸۲ كلونو تر منځ ۹۷% كموالى رامنځته شو

نوموړي د بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل چې د كركيلې د معياري كولو لپاره دوى سم لاسي په شپږو ولايتونو كابل ، لوګر ،ميدان وردك ، پروان ، كاپيسا او باميانو كې پروژې لري .

ده وويل موخه يې دا ده چې په ليرې پرتو سيمو كې له افغان كروندګرو سره مرسته وكړي چې د كرنيزو توليداتو له لارې يې اقتصادي وضعه ښه شي او دوى ته د كركيلې نوي ارونه (اصول ) وروپيژني .

ښاغلي شريفي زياته كړه چې دوى په درې پړاونو كې خپلې پروژې بشپړوي .

۱: د كروندګرو د مسلكي روزنې په موخه دوى ته نظري روزنيز كورسونه وركول كيږي .دا بيا كروندګر پورې اړه لري چې نوموړى د ګلانو ، د ميوې ، د سبزي او يا د غنمو او نورې دوديزې كركيلې په اړه روزنه تر لاسه كړي . په هره برخه كې ځانګړي كورسونه وركول كيږي .

۲: له كروندګر سره د كرنيزو تخنيكي سامان الاتو مرسته كيږي .دا كار دوه موخې لري يوه دا چې د بزګرانو د كار وسايل نوي كيږي او بل له دې لارې هڅه كيږي چې د دوى د كار كيفيت ښه شي .

۳ : د موسسې چارواكي او مسلكي كسان هغو سيمو ته سفر كوي چې بزګران يې د دوى له خوا روزل شوي وي .دوى هلته له كروندګرو سره عملي كار كې ونډه اخلي او د كال په اوږدوكې له هر كروندګر سره په جلا جلا ډول د هغه په ځمكه كې عملي كار كيږي چې د توليد كچه يې پورته لاړه شي .

رفيق شريفي وايي چې د دوى دغه پروژه كه په ټول افغانستان كې پلې شي د كوكنارو د كښت د مخنيوي لپاره ډيره ګټوره پريوځي ځكه چې دده په وينا دوى كروندګرو ته له اوسمهالي نړيوال كرنيز ميتود سره سم مسلكي روزنه وركوي .

نوي تخمونه او تخنيكي وسايل ورپيژني او د ا كار دده په خبره دكروندګرو د پوهې كچه لوړوي . دوى ته د ماركيټيګ او بازارموندنې لارې چارې ورښودل كيږي او له كرنيزو فعاليتونو لكه باغداري او د نوو سبزيجاتو له كښت سره روږدي كيږي .

دې موسسې د ۲۰۰۵ زيږديز كال په اوږدو كې د شپږ ولايتونو ٩٠٠كروندګر په بيلابيلو برخو كې روزلي دي او چارواكي يې وايي هڅه يې داده چې خپله دغه پروژه روانه وساتي ځكه د دوى په وينا افغانستان يو كرنيز هيواد دى او د زياتره خلكو ژوند يې پر كر كيله ولاړ دى .

د افغانستان د كرنې وزير عبيدالله رامين بيا ټينګار كوي چې په درې راتلونكو مياشتو كې به اداري سمون په دغه وزارت كې رامنځته كړي او هڅه به وكړي چې ٩٠ په سلو كې وړتيا لوړه كړي . د ځنګلونو د ناقانونه وهلو او خرڅلاو مخه ونيسي او د كرنې د جوړې شوې تګلارې د پلي كولو لپاره به شرايط برابر كړي.

د دې تګلارې پر بنسټ د بيلګې په توګه بايد په پنځه كلونو كې د حيرتان له بندر څخه د مزار شريف تر ښاره پورې د سړك دواړه غاړې شنې شي . د ونو او بوټو بيلا بيل ډولونه په كې ولګول شي .

دجګړې اغېزې :

په ۱۹۷۸كال كې د جګړې پيل د افغانستان كركيله ډيره زيانمنه كړه .

 په ۱۹۷۸كال كې د جګړې پيل د افغانستان كركيله ډيره زيانمنه كړه .

د اوبو لګولو سيسټم يو مخ له منځه لاړ او هغه سرچينې چې په دې هيواد كې د كركيلې د پرمختيا او پراختيا لپاره كاريدې په ټپه ودرېدې .

د افغانستان نژدې٨٠ په سلو كې وګړوچې د كركيلې له لارې يې اقتصادي اړتياوې پوره كولې .

دې جګړې ددوى لاسته راوړنې له خنډ سره مخامخ كړې او د پرمختګ مخه يې ونيوله . په ليرې پرتو كليوالو سيمو كې د دولت او كروندګرو تر منځ اړيكي وشليدل.

د كركيلې په توليداتو كې دې ښكاره كمښت نه يوازې د هيواد ٧٠ په سلو كې د وګړو ژوند د بېوزلۍ په لور وخوځاو بلكې د كابل سېلو او د ډوډۍ نور پخلنځي هم له كاره وغورځېد ل .

همدا راز د كرنيزو اومه توكو د كمښت له امله هم ډير ى فابريكې ودرول شوې او د ازميښتكارو ( تجربه لرونكو ) كارګرو كمى يې هم يو لامل ګڼل كېده .

ځكه ډېر كارګر له هيواده ووتل او يا له جهادي ډلو سره يو ځاى شول او يا د دولت په اډانه كې د عسكرۍ د دندې پر تر سره كولو اړوتل .

كورنيو ټرانسپورټي ستونزو د دې مخنيوى وكړ چې ځېنې ميوې لكه انار ، مڼې ، الو بالو او نور د افغانستان له ليرې پرتو سيمو څخه د چاڼولو ( پروسيس ) لپاره فابرېكو ته ورسول شي .

د ټوكر جوړولو او د خوراكي توكو د چاڼولو صنعت چې په ځانګړي ډول په كرنيز و اومه محصولاتو پورې تړلي وو.

د خامو توكو د لږوالي له امله يې فعاليت كم شو . د وخت دولت ومنله چې د پومبې، وړيو، د زغرو او كونځلو د دانو ، د جغندرو او نورو كرنيزو توكو د كموالي له امله يې په توليداتو كې ډراماتيك كموالى راغلى دى.

د پومبې يا مالوچو په توليداتو كې په ۱۹۷۸-۸۲ تر منځ ۷۳% كموالى راغى چې له كبله يې د تاري ټوكر په توليداتو كې ۵۰% كموالى راغى .

همدا راز د ټوكر جوړولو د صنعت د نورو برخو په توليداتو كې هم د پام وړ بدلونونه رامنځته شول .

د خپللاسو ( مصنوعي ) ورېښمو صنعت چې په بنسټيز ډول له بهر څخه د راليږدول شو خامو توكو پورې تړلى و.

د ټرانسپورټي ستونزو له كبله زيانمن شو او په توليداتو كې يې ۷۱% كموالى راغى.

په همدې وخت كې د وړيو د ټوكر په توليد كې هم د پام وړ كموالى رامنځته شو . ځكه چې د څارويو د ساتلو صنعت هم له زيان سره مخ شو او كوچيانو هغه سيمې له لاسه وركړې چې د خپلو څاريو د ساتنې لپاره يې كارولې .

د خوراكي توكو د چاڼولو د صنعت په برخه كې د بورې په توليد كې د ۱۹۷۸-۱۹۸۲ كلونو تر منځ ۹۷% كموالى رامنځته شو.

همداراز د غوړيو توليد له ۷۳% كموالي سره مخ شو. خو سېلو له روسيې څخه د غنمو په راليږدولو وكولى شول چې د توليد كچه يې وساتي .

د پومبې يا مالوچو په توليداتو كې په ۱۹۷۸-۸۲ تر منځ ۷۳% كموالى راغى

د سيلو فعاليت د دفاع وزارت د پاملرنې له كبله روان پاتې شو چې د دغه وزارت د عسكرو لپاره يې پخه ډوډۍ چمتو كوله او دولتي مامورينو ته يې د كوپون وړه برابرول .

د دولت د يوې څيړنې له مخې د هيواد د توليداتو ۷۰% برخه د ۱۹۸۴ زيږديز كال په اوږدو كې د افغان-شوروي د ګډو پروژو په مټ لاسته راتلل .

په دغو كلونو كې د هيواد صنعت په ټوليز ډول د ماتې په حال كې وو او سوداګرۍ يو څه وده كړې وه چې يوازې د شوروي اتحاد او ختيځې اروپا سره كېده .

په افغانستان كې د روسانو له ماتې وروسته د پرمختګ په ځاى افغانانو د شاتګ او ډول ډول ناخوالو ننداره كوله .

دا نا خوالې نه يوازې د افغانستان د پوليسو ، پوځ او د ملكي چوپړ د پاتې شونو د له منځه تللو لامل وګرځېدې بلكې د كرنيز سيسټم د يو څه پاتې اسانتياو د له منځه تللو او د هيواد د اقتصادي بنسټونو پاتې شوني يې هم له منځه ويوړل .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت