BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:35 گرينويچ 2006 ,13 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بلخ فابريکې دولتي ملاتړ غواړي

د افغانستان صنايع
د افغانستان په شمال کې يو شمير کارخانې شته چې بيارغونې او پاملرنې ته اړتيا لري
د بلخ ولايت د ټوكر جوړولو د فابريكې چارواكو خبردارى وركړ ، كه دولت يې لومړنۍ اړتياوې پوره نه كړي ښايي دغه فابريكه له كار ولويږي . ددې كار ځاى ريس وويل چې دغه فابريكه په بنسټيز ډول بيړنۍ بيا رغاونې ته اړتيا لري

د افغانستان سترې توليدي فابريكي چې په دولتي اډانه كې فعاليت كوي د جګړو په لسيزو كې يې ډير زيانونه ګاللي او ددې هيواد په بازارونو كې له بهر څخه له راليږدول شو توكو سره سيالي نشې كولى .

ددغې فابريكې ريس انجينر محمد شريف چې د بلخ ولايت د چارواكو د حساب وركولو د دومې اونۍ په لړ كې خبريالانو ته غږيده ټينګار وكړ چې د بلخ ولايت د ټوكر جوړولو فابريكه د له منځه تللو په حال كې ده او هر كال نژدې شل مليونه افغانۍ زيان ګالي .

ښاغلي شريف زياته كړه چې د فابريكي تخنيكي وسايل ډير زاړه شوي او بله دا چې دوى د بريښنا اسانتياوې هم په پوره ډول نه لري .دده په وينا ددې پر ځاى چې په افغانستان كې د ټوكر جوړولو صنعت ته وده وركړل شي له بهر څخه پر راليږدول شو توكو ډډه وهل كيږي چې دوى ته يې وايي سخت زيانونه وراړولي دي .

 د بلخ ولايت د ټوكر جوړولو فابريكه د له منځه تللو په حال كې ده او هر كال نژدې شل مليونه افغانۍ زيان ګالي
دبلخ ولايت د ټوکړ جوړولو فابريکې مشر ، انجينير محمد شريف

خو له دې ستونزو سره سره د بلخ ولايت د ټوكر جوړولو دفابريكې ريس هيله وښوده چې كه دولت وغواړي په ډيرو لږو پيسو يې فا بريكه د ښه توليد لپاره چمتو كېداى شي .

(( موږ ټول پوهيږو چې د ازاد بازار سيسټم په ټوله نړۍ كې يو منلى سيسټم دى .د ځمكې پر مخ يې ډير هيوادونه د پر مختګ په لور بيولي دي . موږ هم اړ يو چې وې منو .خو دا سيسټم خپل شرايط لري .موږ ډيرو لږو پيسو ته اړتيا لرو . نژدې لس مليونه افغانيو ته اړتيا لرو . كه دا پيسې د بلخ نساجۍ ته وركړل شي ، په لږ بدلون سره مونږ كولى شو چې د فابريكې اوه سوه اته اويا ماشينونه ژوندي كړو او فعاليت يې د ګټې وټې وړ وګرځي .كه زما دا خبره هم نه منل كيږي ، دولت بايد ټوله فابريكه خصوصي سكټور ته وسپاري چې له اوسني حالت څخه ووځو .))

د بلخ د ټوكو جوړولو د فابريكې تر څنګ په دغه ولايت كې د افغانستان د كيمياوي سرې يواځينۍ فابريكه چې د سرې او برښنا په نامه ياديږي هم له ورته ستونزو سره مخ ده .

د بلخ ولايت د اقتصادي چارو چارواكي وايي چې د فابريكې د تخنيكي وسايلو د زړښت له كبله يې توليد په څلورويشت ساعتونو كې له پنځه سوه ټنو څخه سل ټنو ته راټيټ شوى دى .

د افغانستان په شمال كې د بغلان ولايت صنعت هم د سيمه ييزو چارواكو په وينا له ورته ستونزو سره مخ دى . د غوري سيمنټ ، د پلخمري نساجۍ ، د قند فابريكه ،د پلخمري برښنا كوټونه ، د بغلان د سكرو كانونه او د كندوز ولايت سپين زر فابريكه يو مخ د چارواكو په وينا نوې ټينكنالوجۍ ته اړتيا لري چې د افغانستان په بازارونو كې يې توليد له ګاونډيو هيوادونو څخه له راليږدول شو توكو سره لږ تر لږه سيالي وكړى شي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت