|
افغانستان له هندا و پاکستان سره اقتصادي همکاري غواړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هند د سفر په ترڅ کې نن د سه شنبې په ورځ ( د وري ٢٢ د اپريل ١١ ) له هندي ورځپاڼه ليکونکو سره د خبرو پر وخت وويل چې د سيمې د چټکې اقتصادي پرمختلنې لپاره غوره دا بولي چې د هند ، پاکستان او افغانستان ترمنځ اقتصادي همکاري پيدا شي . ښاغلي کرزي د تيلو او غازو نلليکو ته په اشارې وويل (( د هند ، پاکستان او افغانستان ترمنځ درې گونې همکاري به سيمې ته انرژي راوباسي او د چټکې او ښې اقتصادي پرمختيا لپاره به لاره پرانيزي . )) افغان مشر وويل دۀ دغه موضوع د هندوستان له لومړي وزير من موهنگ سينگ سره ياده کړې او هغه هم په همدې نظر او باور دى . ښاغلي کرزي پر ډيلي او اسلام اباد ټينگار وکړ چې خپل منځي ستونزې حل کړي . ولسمشر کرزي وويل (( که د کشمير ستونزه پر ځاى هم پاتې وي نورې لانجې دې حل شي . )) دا هغه دريځ دى چې نوى ډيلى يې لري خو اسلام اباد د کشمير مساله مهمه بولي . هندي ورځپاڼه ليکونکو افغان مشر ته وويل چې پاکستاني ولسمشر پرويز مشرف افغانستان ته د هندي توکو د ترانزيت مساله د کشمير د مسالې له حل سره تړلې بللې ده . ښاغلي کرزي ځان ويوست او ويې ويل دا د هند و پاکستان ترمنځ خبره ده. هندي ورځپاڼه ليکونکو د اسامه بن لادن د ځاى ځايگي په باب پوښتنه وکړه چې په پاکستان کې خو به نه وي پټ شوى ، په ځواب کې ښاغلي کرزي وويل (( که چيرې همداسې وي نو باوري يم چې پاکستان به يې لاس تړلى سپاري ، هغسې چې د ترهگرۍ په وړاندې جگړې کې يې تر اوسه کړي دي . )) ورځپاڼه ليکونکو د ښاغلي کرزي او د پاکستاني ولسمشر پرويز مشرف ترمنځ د وروستيو وختونو تا ويلي ما ويلي هم وپوښتلې خو د افغان مشر ځواب دا و چې د دوو دوستانو ترمنځ هر ډول خبرې کيږي . ښاغلي کرزي جنرال مشرف خپل نژدې دوست وبالۀ . او زياته يې کړه چې په راتلونکو ورځو کې به له مشرف سره په تيلې فون خبرې کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه ورځپاڼې د کرزي سفر پر پاکستان يو بل فشار گڼي11 اپريل, 2006 | خبرونه افغان ولسمشر دهندوستان په سفر بوخت دى 09 اپريل, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||