|
ورځپاڼې د کرزي سفر پر پاکستان يو بل فشار گڼي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
هند ته د ولسمشر کرزي سفر او ولسي جرگې ته پر ورپيژندل شوو وزيرانو ليکنې او شننې د افغانستان د نننو ( د وري ٢٢ د اپريل ١١ ) ورځپاڼو مهم ټکي دي . د جامعې اونيزې هندوستان ته دافغان ولسمشر سفر له ټولنيز، اقتصادي، سياسي او کلتوري پلوه ارزښتمن ارزولى. اونيزې هند په سيمه کې اغيز شيندونکى هيواد نومولى او د افغانستان پاکستان سړو اړيکو ته په اشارې سره يې ليکلي دغه سفر کولى شي سيمه کې د افغانستان اعتبار پياوړى کړي. د صداى بامداد ورځپاڼه هم په ورته مطلب کې هند ته د ولسمشرکرزي سفر پر پاکستان د فشار ټکى بولي او ليکي تمه شته چې د دغه سفر له اغيز سره پاکستان کې د ترهگرو ډلو پر ضد مبارزه گړندۍ شي. د ارادې ورځپاڼې ولسي جرگې ته د ورپيژندل شوې کابينې پر څيړنې تحليل کښلى او ليکلي يې دي څرنگه چې تمه کيده ولسي جرگې ته وړاندې شوې کابينه له ننگونو او کلکو پوښتنو سره مخامخ نه شوه. د ملي آرمان ورځپاڼې له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو د نوي چلند په وړاندې غبرگون ښودلى او د پاکستاني چارواکو دغه پريکړه يې چې وايي افغان کډوال ماشومان ښونځيوته د تگ اجازه نه لري غندلى. ملي آرمان له افغان حکومت نه دداسې شرايطو د برابرولو غوښتنه کړې چې کډوال وکړى شي هيواد ته را ستانه شي. د انيس ورځپاڼې د خپلو پاڼو اصلي مخونه د اسلام دپيغمبر محمد ص ميلاد ته ځانگړي کړي او دغه ورځ يې د مسلمانانو په ژوند کې مهمه بللې ده. انيس ليکي که د اسلام د ستر پيغمبر پر شعار چې د انسانانو ترمنځ د عدالت او آزادۍ را وستل دي عمل وشي، نود مسلمانانو دنده ده چې ددغې وينا پر بنسټ په نړۍ کې د سولې او عدالت په راوستو کې مخکښان وي. او | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||