|
افغان ولسمشر دهندوستان په سفر بوخت دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
حامد کرزى د افغانستان ا و هندترمنځ د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا او دسيمه ايز امنيت په اړه د خبرو لپاره هند ته سفر کړى هند د افغانستان د بيارغونې په پروژو کې په سلگونو ميليونه ډالره لگولي . ځېنې څيړونکي باورلري چې دادپاکستان په وړاندې ، په افغانستان کې د هند دزياتيدونکې نفوذ په معنا دى په کابل کې د بي بي سي خبريال ، الستير ليت هيد ،وايي د سړکونو ، روغتونونو او ښونځيو دجوړولو ، د مسافر وړونکو الوتکو ، سرويس موټرو او د بريښنا د مزو د مرستو په گډون ، هند په افغانستان کې د ٦٠٠ ميليونو ډالرو د لگولو ژمنه کړې او ددغو پيسو زياتره برخه لامخکې لگول شويدي پداسې حال کې چې د ځينو هيوادوله خواد مرستو ژمنې ډيرې ورو ورو عملي کيږي ، د هند مرستې گړندۍ دى د هند د مرستو يوه ستره پروژه د افغانستان لپاره د پارلمان د ودانۍ جوړول دي . افغانستان او هند په دوديزه توگه نژدې اړيکي درلودلي . د افغانستان نژدې گاونډى پاکستان دى چې يو طبيعي شريک ېې هم دى ځکه چې د خپل ختيځ گاونډي د همکاري نه پرته به ورته ژوند سخت وى خو ددوى اړيکې خړې پړې دي او ځيني څيړونکي باور لري چې هند هڅه کوي د پاکستان په بيه په افغانستان کې خپل سياسي اغيز زيات کړي هند او افغانستان دواړه پر اسلام آباد باندې تورلگوي چې د سيمه ايز امنيت لپاره کافي زيار نه باسي ، هغوى وايي چې پاکستان په کشمير کې د اسلامي اورپکو ملاتړ کوي او د افغانستان پرخلاف د طالبانو د بريدونو مخه نه نيسي . دا هغه تورونه دي چې پاکستان تل رد کړيدي. کيداى شي د ولسمشر حامد کرزي او د هند د صدراعظم من موهن سنگ ترمنځ کتنه د هغې کتنې په پرتله چې پدې وروستيو کې د ښاغلي کرزي او د پاکستاني مشر پرويز مشرف ترمنځ وشوه ، صميمي تره وي افغانستان به دا هڅه هم کوي چې هندي پانگوال په افغانستان کې پانگې اچونې ته را وهڅوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||