|
پاکستان سرېلنکا ته په کريکټ لوبه کې ماتې ورکړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستان سرېلنکا ته په دويمه پنځمه ورځنۍ لوبه کې د ٨ لوبغاړو په شته والي ماتې ورکړه . دغه پنځه ورځنۍ لوبه د دريمې ورځې په نيم کې هغه وخت پاى ته ورسيده چې پاکستان د سرېلنکا له لورې د ١٨٣ منډو ټاکل شوى هدف يوازې د دوو لوبغاړو په سوځولو ترسره کړ . د دريمې ورځې په پيل کې د پاکستان عبدالرزاق د سرېلنکا وروستى لوبغاړى وسوځاوۀ او په دې توگه کوربه لوبډلې په دويمه پاڼۍ کې ايله ٧٣ منډې وکړې . سرېلنکا په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٧٩ او پاکستان ايله ١٧٠ منډې کړې وې . په دويمه پاڼۍ کې د پاکستان محمد اصف بيا هم وځليد او د سرېلنکا ٥ لوبغاړي يې وسوځول دۀ په لومړۍ پاڼۍ کې ٦ لوبغاړي سوځولي وو . د پاکستان له لورې په دويمه پاڼۍ کې مرستيال کپتان يونس خان چې په مردان کې زيږيدلى دى ٧٣ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځيد . يونس خان په لومړۍ پاڼۍ کې هم د خپلې لوبډلې له خوا تر ټولو ډيرې منډې ، ٣٥ ، کړې وې . په دغې لړۍ کې يوازې دوه پنځه ورځنۍ لوبې وې چې پاکستان ١-٠ وگټله .پاکستان به اوس د انگلستان په لور خوځي چې د دوبي په ترڅ کې ٤ پنځه ورځنۍ لوبې او يو شمير يو ورځنۍ لوبې وکړي . | ورسره تړلي نور خبرونه يونس خان : مرستيال کپتان پښتون لوبغاړی22 نومبر, 2005 | خبرونه د پاکستان په کريکټ لوبډله کې اسلامي تبليغ03 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||