BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:25 گرينويچ 2006 ,11 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دافغانستان د دفاع وزارت پاکستاني تورونه رد کړل

جنرال اعظمي
د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال اعظيمي وايي دوى له پاکستان سره د حالاتو د خرابولو غوښتونکي نه دي .
د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي ، د پاکستاني چارواکو هغه تورونه رد کړل چې وايي د افغانستان ددفاع په وزارت او نورو امنيتي موسسو کې ځينې کړۍ هڅه کوي چې پر پاکستان د تيري په تورونو سره ، د دواړو هيوادونو اړيکې ترينگلې کړي .

ددفاع وزارت وياند وويل ، په پوځ کې اوس ډلبندۍ نشته او په خبره يې چې دفاع وزارت د يوې ملي موسسې په توگه ، يوازې د دولت تگلارې پلي کوي .

د افغانستان پولو ته ورڅيرمه ، په بلوچستان کې د وروستيو تاوتريخوالو پسي ځينو پاکستاني چارواکو پر افغانستان دا تور هم ولگاو ه چې له اورپکو سره مرسته کوي .

د هغوى انگېرنه داده چې گواکې هند د افغانستان له لارې د پاکستان په قبايلي سيمو کې اورپکو ته پيسي او وسلې رسوي .

ښاغلي عظيمي د پاکستاني چارواکو دغه ادعا هم بې بنسټه وبلله او زياته يې کړه چې افغانستان په داسې يو حالت کې نه دى چې د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي .

(( لومړى زموږ تگلاره دانه ده چې د خپلو گاونډيانو په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړو . بله داچې موږ خپله دومره کورنۍ ستونزې لرو چې نه شو کولى په دغسې يو حالت کې د نورو په چارو کې لاسوهنه وکړو . بلوچستان ته د وسلو د ليږلو ادعا د يو واقعيت پر ځاى ، ېوې ټوکې ته ورته ده.))

د افغانستان او پاکستان حالاتو ته په کتو سره ښاغلى عظيمي وايي غوره داده چې د دواړو هيوادونو تر منځ پيدا شوې ستونزې ، د خبرو له لارې اوارې شي .

د پاکستان د ولسمشر جنرال پرويز مشرف وروستيو ادعاوو چې گواکې ښاغلى کرزى ، د خپل هېواد له حالاتو څخه خبر نه دى او دا چې پر امنيتي وزارتونو ولکه نه لري ، د داوړو هيوادونو تر منځ ، لفظي شخړه لا سخته کړې ده .

بل لورته افغان ولسمشر يو ځلې بيا ، په افغانستان کې د بريدونو او تاوتريخواليو د زياتوالي پړه پر بهرنيانو اچولې . خو ويلي يې نه دي چې دغه بهرنيان څو ک دي .

ليکن ، د ښاغلي کرزي ، د خبرو له ټونه ښکاري چې اشاره يې د افغانستان په سويل کې د پاکستان هيواد ته ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت