BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 23:53 گرينويچ 2006 ,21 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا: عربانو ته د سمندرغاړو سپارل نه منو

نيويارک
د متحدو عربو اماراتو شرکت به د نيويارک د سمندر غاړو واک هم لري .
د متحدو ايالاتو د مشرانو په جرگه کې د اکثريت جمهوري غوښتونکي گوند مشر بېل فاسټ د بوش پر ادارې غږ کړى دى چې د هغې لانجمنې معاملې مخه ډب کړي چې ترمخه به يې په متحدو عربو اماراتو کې مېشت يو شرکت د امريکا د شپږو لويو سمندر غاړو کنترول خپلوي .

ښاغلي فاسټ وويل که د څو ميلياردو ډالرو دغه معامله ونه ځنډول شي نو دى به يوه لايحه وړاندې کړي چې دغه معامله نور پرمختگ ونه کړي .

د امريکا د مشرانو په جرگې کې د دواړو گوندونو غړي د متحدو ايالاتو د حکومت پر دې پريکړې نيوکې کوي چې د هيواد د سمندر غاړو کنترول پريږدي .

په دغو سمندرغاړو کې د نيويارک او نيو جرزي هغه هم راځي چې يو عرب هيواد به يې کنترول اخلي .

د دې معاملې په برخه کې ناخوښي په چټکۍ سره په يوې بلوا بدليږي .

د مشرانو د جرگې د اکثريت مشر بېل فاسټ پر بوش ادارې غږ کړى دى چې د دوبۍ پورټ ورلډ په نامۀ د دغه شرکت مخه تر هغو ډب کړي چې مفصله څيړنه يې نه وي شوې ، دغه شرکت به په متحدو ايالاتو کې د شپږو لويو سمندر غاړو کنترول خپلوي .

دى وايي که چيرې سپينۍ ماڼۍ څه ونه کړل نو دى به داسې لايحه وړاندې کړي چې د ٦.٨ ميليارده ډالرو دغه معامله به وځنډوي .

دوبۍ پورټ ورلډ چې د متحدو عربو اماراتو شرکت دى تر هغه وروسته له پي اينډ اوو برتانوي شرکت څخه واک اخلي چې سپينۍ ماڼۍ دغه معامله ومنله . برتانوي شرکت تر اوسه پورې د امريکا د سمندر غاړو د چارو کنترول درلود .

د مشرانو د جرگې غړي بېل فاسټ د دواړو گوندونو له گڼ شمير ښاروالانو ، واليانو او د ملي شورا له غړو سره غږ يو کړى دى ، دوى د دغې معاملې په برخه کې ملي امنيت ته د پېښيدونکو پايلو له امله اندېښمن دي .

پر معاملې ځينې نقد کوونکي وايي جې د سپتمبر په ١١ نېټه د بريد کوونکو له ډلې څخه ځينو له متحدو عربو اماراتو نه د لوژيستيکي او مالي مرستو لپاره د اډې کار اخيستى وو .

د متحدو ايالاتو حکومت وايي پر دغې معاملې ښه په دقت غور شوى دى او کوم امنيتي گواښ نه پېښوي خو لوړ پوړي مامورين دا مني چې دغه خبره بايد په ښه ډول سپينه شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
په نيويارک د بريد گواښ شوى
06 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت