|
جرمن سياستوال د ترکي فلم بنديدل وغوښتل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يوۀ لوړ پوړي جرمن سياستوال پر سينماو غږ کړى دى چې د ترکيې يو لانجمن فلم ونه ښيي چې د عراق پر کړکيچ جوړ شوى دى . د باوريا والي ايډمنډ ستوبير يوې جرمن ورځپاڼې ته وويل دغه فلم چې (( د لېوانو دره )) نوميږي بې مسووليته ، نسل پالى او د لويديځ په وړاندې له کرکې ډک دى . دا د اکشن فلم دى چې پر يوې رښتينې کيسې ولاړ دى او درې کاله وړاندې د متحدو ايالاتو د ځواکونو له خوا د ١١ ترکي سرتيرو د نيولو کيسه ده . فلم داسې صحنې ښيي چې يوۀ جومات ته اور ورته کيږي او د متحدو ايالاتو د ځواکونو له خوا ملکي ښځې وهل کيږي . د لېوانو دره ، فلم د فبروري په پيل کې خپور شو . د ترکيې د فلمونو په تاريخ کې پر دغۀ فلم تر ټولو ډيرې پيسې لگيدلي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه د برلين فلم فيستيوال بوسنيايي ډرامه غوره کړه19 فبروري, 2006 | خبرونه د گوانتانامو لاره ، نوى فلم10 فبروري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||