|
مصر د افريقا فوټبال اتلولۍ وگټلې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افريقا د لويې وچې فوټبال اتلولۍ تيره شپه ) د سلواغې ٢١ د فبروري ١٠ ) مصر تر پنځو پيناتي هڅو وروسته وگټلې . دا پنځم ځل دى چې مصر د افريقا د فوټبال اتلولۍ گټي چې د دغې لويې وچې يو ريکارډ دى . له عاج ساحل سره په پايلوبه کې چې د قاهرې په لوبغالي کې د ٧٥ زره نندارچيانو په شته والي کې وشوه بې له کومه گوله مساوي ختمه شوه . په اضافي وخت کې هم کومې لوبډلې گول ونه کړ . د پيناتي په پنځو هڅو کې د مصر گول ساتونکي د عاج ساحل دوه هڅې شنډې کړې او په دې ډول کوربه هيواد دغه پايلوبه څلور په دوه وگټله . په نندارچيانو کې د مصر ولسمشر حسنې مبارک هم حاضر وو چې بريالۍ لوبډلې ته يې کپ وسپارۀ . د عاج ساحل يوازې يو ځل د افريقا فوټبال اتلولۍ گټلي دي چې هغه هم په ١٩٩٢ کال کې د پيناتي په هڅو سر ته رسيدلې پايلوبه وه . د افريقا فوټبال اتلولۍ په هرو دوو کالو کې يو ځل کيږي . تير ځل په تيونس کې شوې وې چې هلته هم کوربه هيواد بريالى شوى و . | ورسره تړلي نور خبرونه د مصر فوټبال لوبغاړى ميدو وشړل شو08 فبروري, 2006 | خبرونه د افريقا فوټبال اتلولۍ د نيمه پايلوبو پړاو ته ورسيدې04 فبروري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||