BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:05 گرينويچ 2006 ,10 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهارى لندنى ، د دوو نړيو نکل
لندن
((کندهارى لندنى)) يا د دوو نړيو يو نکل د يوه آزاد انگرېز خبريال—جيمز فيرگسن نوى کتاب دى چې اوس اوس په لندن کې خپور شوى دى.

جيمز په کتاب کې د هغه مهال نکل کوي چې د شمال له څو ولايتونو پرته نور افغانستان د طالبانو په لاس کښيوتى وو.

ده همدغه مهال د بېلابېلو ورځپاڼو لپاره د رپوټونو د چمتو کولو په موخه د بلخ ولايت لاره ونيوله.

دلته يې په خټه يو کندهارى ژباړونکى ومونده چې د ورځنيو چارو په پوهېدنه کې ورسره مرسته وکړي.

په کتاب کې دغه کرکټر په لنډو ((مير )) نومول شوى دى: مير په افغانستان کې د جيمز د اوږدو سفرونو پر مهال دهغه نژدې ملگرى، ساتونکى او لارښود پاتې شو.

تقدير داسې وو چې طالبانو نژدې ټول افغانستان ونيوه او مير اړ شو چې لندن ته راشي او دلته يې خپل پخوانى انډيوال – جيمز ومونده. ((کندهارى لندنى)) د همدغسې يوې آشنايۍ نکل دى چې په مزارشريف کې پيل او په لندن کې اوږده شوه. خو ليکوال وايي چې دا يوازې د اوسمهال کيسه نه ده:

(( جيمز فيرگسن وايي: فکر کوم څه چې اوس په افغانستان کې تېرېږي ددغه هيواد دتاريخ له پېژندلو پرته شوني ندي، چې په دې کې د افغانانو او برتانويانو تاريخ هم ونډه لري. ډاډه يم چې ستاسې اورېدونکي خبر دي چې افغانانو له انگرېزانو سره درې جنگونه کړي چې ١٨٤٠مو کلونو ته په څټ گرځي او فکر کوم په دې کې ټول هغه څه چې اوس روان دي، تشريح کېږي. اوس بيا برتانوي سرتيري په افغانستان کې دي او داسې برېښي چې تاريخ دغلته بيا بيا ځان تکراروي. دا به ډېر احمقانه وي که چېرې څوک د افغانستان او برتانيا پر اړيکو څه ليکل غواړي، لکه په دې کتاب کې چې يې هڅه شوې ده، او تاريخ ته پکې مراجعه ونه کړي.))

جيمز وايي:

(( مير لندن ته يوازې راغى او دا يې په حقيقت کې بهر ته هم لومړنى سفر وو، خو اوس د برتانيې تابعيت لري او کورنۍ يې هم ورسره يوځاى شوې ده. زموږ دوستي اوس هم روانه ده، دلته ما هغه ته د لارو او گودرنو د ښودلو دنده پر غاړه واخيسته. ))

د ليکوال په آند په دې کتاب کې ډېره هڅه د هغو د کډوالو د ژوندانه پر سپړلو شوې ده چې خپل هيواد پرېږدي او د اوسېدو نوي چاپېريال ته ننه وځي، يعنې دا چې: ستونزې يې څه دي او څنگه له نوي چاپېريال سره ځان سموي.


ورسره تړلي نور خبرونه
د پيلوزى د پروگرامونو ارشيف
21 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت