BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کابل کې د کتاب نندارتون پرانستل شوو

په کابل کې د کتاب نندارتون پرانستل شوو
په نندارتون کې د ٢١ کړکيو دننه د افغان او ايراني ليکوالو په سوونو کتابونه نندارې ته وړاندې شويدي
نن په کابل کې د افغانستان د مدني اوکلتوري ټولنې او په کابل کې د ايران د سفارت په گډه همکارې يو نندارتون پرانستل شوو په نندارتون کې په سلگونو کتابونه د نندارې لپاره ايښول شوې

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د دغه هيواد د مدني او کلتوري تولنې او په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت په گډه همکارۍ د کتاب د ځانگړې اونۍ په نامه يو نندارتون پرانستل شويدى .

پدې نندارتون کې د ٢١ کړکيو دننه د افغان او ايراني ليکوالو په سوونو کتابونه نندارې ته وړاندې شويدي .که څه هم چې په وروستيو کلونو کې ددغه ډول نندارتونونو پرانستل دود شوي ، خو د کتاب لوستو په تړاوو د خلکو د ليوالتيا په کچه کې د تير په پرتله کوم ځانگړى بدلون نه ليدل کيږي.

د دغو کتابونو ډيره برخه هغه دي چې د ښار کتاب پلورونکو راوړي او پخپله د ايران سفارت هم د نوو کتابونو لپاره يوازې يوه کړکۍ پرانستې ده .

د افغانستان د مدني او فرهنگي ټولنې مشر مېراحمد جوينده وايې ،د افغان ليکوالو او افغاني تاليفاتود شميرې د کموالي له کبله د نندارتون ډيرې کړکۍ د ښار د کتاب پلورونکو په واک کې ورکړل شويدي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت