|
د آسکر جايزې لپاره نومول شوي ستورې خوښ دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د فلمي نړۍ تر ګردو سترې جايزې اسکر Oscar ته نومول شوي ستوري ډير خوشاله دي او سر له اوسه يې په مېلو او د خوښيو پر ناستو پيل كړى دى . د جايزې لپاره نومول شويو ستورو ته به راتلونكې مياشت دا جايزه وركړل شي .د دې جايزې لپاره ډيرې نوې څيرې نومول شوي دي . پر امريكايي كاوبايانو جوړفلم (Brokeback Mountain) ( بروکبک غر ) څيرې (كريكټرونه ) د نورو نومول شويو فلمونو تر منځ د جايزې لپاره زيات غوره شوي دي . له دې فلم څخه اته تنه د جايزې وړ بلل شوي دي چې وتلى ستورى هيته ليچر هم په كې راځي . ښاغلى ليچر د لومړي ځل لپاره دې جايزې ته نومول شوى دى . نوموړي له دې غوراوي څخه لږ وروسته دا ګام د ځان لپاره وياړ وباله . برتانوۍ كېرا نايټلي چې د( pride and prejudice) ( وياړ اوتعصب ) فلم له نامه دغې جايزې ته نومول شوې ده وويل چې ډيره خوشاله ده چې كار يې ګردو خوښ كړى دى . د فلم د ښو لار ښودانو ( ډايريكټرانو ) په توګه يې جارج كلوني ، ملر ، پال هيګز ، اينګلي او سپيلبرګ غوره كړي دي . د (( good night and good luck ( ښه شپه او ښه بخت ) لارښـود جارج كلوني يې په فلم ( سيريانا ) كې د فلم د اتل د ښه مرستيال په توګه هم دې جايزې ته نومول شوى دى. ښاغلى سپيلبرګ يې د فلم ميونخ لپاره دې جايزې ته غوره كړى دى او دا شپږم ځل دى چې د اسكار د جايزې د تر لاسه كولو وياړ وربښل كيږي . سپيلبرګ وويل چې دا د فلم جوړونكو لپاره له وياړه ډكه كال دى . | ورسره تړلي نور خبرونه هندي فلمونه بيا په افغانستان کې ډکيږي02 فبروري, 2006 | خبرونه هندي فلم سره مينه په زياتيدو ده18 جنوري, 2006 | خبرونه کندهارى قيس له ماليزيايي ليلا سره په فلم کې04 جنوري, 2006 | خبرونه د افغا نستان سينما ته ځغلنده نظر26 دسمبر, 2005 | خبرونه د دوبۍ فلم فيستيوال پرانيستل شو11 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||