|
عنان : د کارتون په پېښه کې له زغمه کار واخلئ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملگرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان تر هغه وروسته د کرارۍ غوښتنه کړې ده چې د اروپا په ورځپاڼو کې د محمد ص د يوۀ کارتون له خپريدو وروسته په مسلمانه نړۍ کې قهروړيو اعتراضونو ته خبره راکښله . ښاغلي عنان پر دواړو غاړو غږ وکړ چې د حالاتو له لا ترينگلتيا څخه دې لاس واخلي او پر مسلمانانو يې ټينگار وکړ چې د ډينمارکي ورځپاڼې له خوا چې په لومړي ځل پکې تير کال دغه کارتون خپور شو ، بخښنه ومني . د ورځپاڼې د کلتوري برخې مسوول بي بي سي ته وويل دۀ دغه کارتون ځکه خپور کړ چې مسلمانانو ته ووايي چې له طنز او ملنډو دوى هم خلاص نه دي . خو متحدو ايالاتو او برتانيا دغه تصويرونه غندلي دي . د جمعې په ورځ د ډنمارک لومړي وزير انريس فاغ رسومسين دا مساله له بهرنيو سفيرانو سره ياده کړه . | ورسره تړلي نور خبرونه عنان : د ماشومانو حقونه خوندي کړئ17 فبروري, 2005 | خبرونه کوفي عنان د پاکستان زلزله ځپلو ته مرسته وغوښته18 نومبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||