BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:04 گرينويچ 2005 ,18 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کوفي عنان د پاکستان زلزله ځپلو ته مرسته وغوښته
عنان
کوفي عنان د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمير مرکز مظفر اباد ته ورغى او زلزله ځپلي يې وليدل .
د ملگرو ملتونو سر منشي کوفي عنان په پا کستان کې د تېر ې مياشتې له زلزله ځپلو سيمو څخه کتنه کړې او يو وار بيا يې په دغه سيمه کې له زلزله ځپلو او د سيمي دبيا رغونې له چارې سره د مرسته ورکوونکو له غونډې وړاندې د بېړنېو مرستو په کولو ټينگار کړى .

د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمير له زلزله ځپلو سيمو نه د کتنې په مهال ولسمشر پرويز مشرف هم له کوفي عنان سره ملگرى وه.

ولسمشر پرويز مشرف چې په غوښتنه يې سبا ( ٣٠ لړم د نومبر ١٩ ) په اسلام اباد کې د مرسته ورکوونکو هيوادونو او ټولنو غونډه جوړيږي تمه کوي چې ددې غونډې په ترڅ کې به په ميلونونو ډالره مرسته تر لاسه کړي.

ښاغلي عنان د ولسمشر مشرف د پنځه ميلياردو ډالرو مرستې د تر لاسه کولو له غوښتنې نه ملاتړ کړى دى .

د اکتوبر په ٨ نېټه هغې زلزلې چې پاکستان ، هند او د افغانستان ځينې سيمې ځي وځپلې يوازې په پاکستان کې څو اويا زره کسان ووژل او نژدې ١٠٠ زره نور يې ټپيان کړل .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت