|
عنان : د ماشومانو حقونه خوندي کړئ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغانستان د نړۍ په بې وزلو او وروسته پاتي هېوادونو په ليکه کې ځاى لرې . دغلته ډير ماشومان د ناروغيو ، خوارځواکۍ او نورو ناخوالو له کبله په کمکيني مري خو بيا هم د ځينو هڅو له برکته يې پرمختگ په نړيواله کچه ستايل کيږي. د ملگرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان د امنيت شورا ته په خپل يوۀ وروستي راپور کې په افغانستان کې د ٤٠٠٠ تنکيو وسلوالو مليشو په بې وسلې کولو خوښي څرگنده کړې او دا يې يو ستر پرمختگ بللى دى. په کابل کې د ملگرو ملتونو د يوناما د مرستندويه ادارې وياندې ارين کوينټر د کوفي عنان د راپور د ځينو برخو د څرگندولو پر مهال وويل " دا مهال په افغانستان کې د ماشومانو څخه په وسلوالو نښتو کې کار نه اخستل کيږي" له دې سربيره د افغانستان په ملي پوځ کې هم د ماشومانو گمارنې راپورونه نه دي ورکړل شوي. کوفي عنان د امنيت شورا د غړو څخه غوښتلي چې د هغو ډلو او واکمنيو پر خلاف سختې تگلارې پلي کړي چې په يو نه يو ډول د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کوي. ښاغلي عنان په خپل راپور کې وژل او په وسلوالو ډلو کې په چارو گمارل، پر ښوونځيو او روغتونونو بريدونه، جنسي تيري او تښتونه او يرغمل نيونه هغه څرگند بريدونه پيژندلې چې د نړۍ پر بيلابيلو برخو کې پر ماشومانو کيږي. عنان په افريقا او سويلي اسياکې١١ هېوادونه او پکې ٥٤ ډلې د ماشومانو د حقونو سرغړونکي نومولي دي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||