|
امريکايي سرتيرى په بند محکوم شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
هغه امريکايي پوځي ته چې په افغانستان کې له بنديانو سره په ناوړه چلند پړ بلل شوى،د څلورو مياشتو بند سزا ورکړ شوې ده. يوې پوځي محکمې چې د جمعې په ورځ يې په بگرام کې د امريکاييانو په لويه پوځي اډه کې غونډه کړې وه، د قطعې ووړ ضابط جيمز هيز د بد چلند لپاره د دسيسې په يوه مورد او دوه ځله عملا" د ناوړه چلند په ترسره کولو پړ وخېژاوه. پر ضابط هيز او يوه بل پوځي چې د هغه محاکمه سبا پيليږي، تور دى چې د ارزگان ولايت په يوه اډه کې يې بنديان پر ټټر، مټو او اوږو په سوکانو وهلي وو. ددغو ځواکونو د جنايي عدالت مسوول ډگرمن باب فېفر وويل : دا موضوع خورا جدي نيول شوې ده. د جېمز هيز يوه پوځي رتبه هم ترې اخيستل کېږي او د عادي سرتيري پوړۍ ته کښته کېږي او دغه راز به د بند په څلورو مياشتو کې معاش نه ورکول کېږي. | ورسره تړلي نور خبرونه د امريکا پوځ د اتو بنديانومړه کيدل منلي14 دسمبر, 2004 | خبرونه په افغانستان کې دوه امريکايي سرتيري ووژل شول27 سپتمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||