|
په افغانستان کې دوه امريکايي سرتيري ووژل شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د دوه بيلابيلو بريدونوپه ترڅ کې دوه تنه امريکايې سرتيري د افغانستان په ختيځ او جنوب کې ووژل شول. په دې تړاو په دغه هيواد کې د ميشتو امريکايې سرتيرو له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چي يو سرتيرى په کندهار کې هغه مهال ووژل شو چې د سپرلۍ موټر يې د وسله والو مخالفانو له لورې له اوږې نه د ويشتل کېدونکي توغندي او سپکو وسلو تر بريد لاندې راغى . په اعلاميه کې راغلي چې د بريد په مهال يو بل امريکايي سرتيرى ژوبل شوي دى . د ژوبل شوي سرتيري روغتيايې حالت ښه بلل شوى او دا چې اوس د ايتلافي ځواکونو په سيمه ييز روغتون کې تر درملنې لاندې دى . اعلاميه په ځوابي بريد کې د دوو مخالفو جنگياليو د وژل کېدو او د درېيم تن د ژوبلېدو خبره هم کوي . ژوبل شوى مخالف جنگيالى هم د درملنې لپاره همدغه روغتون ته ليږدول شوى او د هغه روغتيايې حالت هم د ډاډ وړ بلل شوي دى .
د کونړ والي اسدالله وفا هم له بي بي سي سره د يوه تليفوني تماس په ترڅ کې د دغه امريکايې سمندري سرتيري د وژل کيدو پخلى وکړ. ښاغلي وفا وويل چې دغه سرتيرى د ولايت له مرکز نه ٣٦ کيلو متره وړاندې د پيچ درې د ننگلام د کلي په شاوخوا کې ووژل شو. ښاغلي وفا بريد کوونکي د القاعدې پلويان وبلل او په دغه ډله کې يې د پاکستانيانو ، عربو او چيچنيانو د شتون ادعا هم وکړه . ښاغلي وفا په سيمه کې د ملا منيب په نامه د اسلامې گوند يو پخوانى قوماندان هم د نا امنۍ په دغه ډول پيښو کي ښکېل وباله . کونړ د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې څخه دى چې افغان او ايتلافي ځواکونه پکې وخت په وخت له مخالفانو سره نښتې کوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||