BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:39 گرينويچ 2006 ,28 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايران گورجستان ته د غازو ورکړه منلې
غاز
ميليونونه گورجيان په داسې حال کې چې هوا په بېساري ډول سړه شوې او له روسيې ورغځېدلې نل ليکې د يکشنبې په ورځ وچول شوې
د گورجستان ولسمشر ميخاييل ساکاشويلي وايي ايران منلې چې ددغه هيواد د انرژۍ د کړکېچ د سپکولو لپاره غاز ورکړي.

ميليونونه گورجيان په داسې حال کې چې هوا په بېساري ډول سړه شوې او له روسيې ورغځېدلې نل ليکې د يکشنبې په ورځ وچول شوې او له بهر نه د برېښنا غزېدلې ليکې د سړې هوا له امله له کاره ولوېدې،بې غازو او بې برېښنا پاتې شوي دي.

گورجي چارواکي وايي ايران منلې چې په ورځ کې دوه ميليونه مکعب متره غاز چې د گرجستان د ټولې اړتيا درېيمه برخه جوړوي، چمتو کړي.

ولسمشر ساکاشويلي وويل روسيه چې گورجستان يې د نل ليکې پرچولو گرمه بولي، بايد پوه شي چې گورجستان د غازو د لاسته وروړو نورې لارې هم لري.


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت