|
عربستان کې پښتو ادبي غورځنگ په غورځنگونو شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د پښتو ادبي غورځنگ تر سيوري لاندې د دغۀ ادبي بنډار د غړيو د گډې شعري ټولگې ( غورځنگ ) مخکتنه وشوه . او تمثيلي پارچې وړاندې شوې . پښتو ادبي غورځنگ په سعودي عربستان کې له تيرو څو کلونو څخه فعاله دى چې په لسگونو غړي لري او غونډو ته يې د برخه والو په وينا په سلگونو پښتانۀ ورځي . ( غورځنگ ) د سعودي مېشتي پښتو ادبي غورځنگ دريمه گډه شعري ټولگه ده . د مخکتنې په غونډه کې چې د تيرې جمعې په ورځ د رياض په يوۀ استوگنځاى کې وشوه شاعر او ليکوال عبدالله صادق ، نعيم راهي او غلام حيدر حيدر پر کتاب مقالې واورولې . د کتاب تر مخکتنې وروسته د ښاغلي عطا محمد وردگ په زيار ليکل شوې څلور تمثيلي پارچې د شيربهادر افتاب ، شيرمحمد زرمل او ملگرو له خوا يې وړاندې شوې . د غونډې په دريمې برخې کې گل رحمان ، نور ولي او زين الله په خپلو خوږو غږونو برخه والو ته سندرې واورولې . | ورسره تړلي نور خبرونه د پيلوزى د پروگرامونو ارشيف21 اکتوبر, 2005 | خبرونه د افغانستان ملي سرود به کله وغږول شي ؟26 سپتمبر, 2005 | خبرونه د فولکلوري ارزښتونه او ارزښتونه او ادب څه تړاو لري09 مۍ, 2005 | خبرونه په کندهار کې د دوه سترو اديبانو سيمنار24 اپريل, 2005 | خبرونه پر انټرنېټ د چټکې پښتو د دودېدو ستونزې12 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||