BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:08 گرينويچ 2005 ,26 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان ملي سرود به کله وغږول شي ؟

دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ خپرونه کې اوريدلى شئ .
د پېلوزې د دې اوونۍ لنډ بحث د افغانستان د نوي ملي سرود په باب دی .

د اساسي قانون له لويې جرګې ډير وخت تير شو خو د افغانستان دولت لا تر اوسه د يوۀ نوي ملي سرود په جوړولو نه دی توانيدلی . په دې وروستيو کې د ملي سرود لپاره د غوره شوي نظم وينونکي عبدالباري جهاني پر هغۀ کميسيون نيوکې کړې وې چې د دغۀ ملي سرود د غوره کولو چاره ورله غاړې ده . خو هغۀ کميسيون پړه ونه منله او وايي چې ځنډ د دوی له املۀ نه دی پېښ شوی .

پېلوزې په دغۀ بحث کې د ملي سرود لپاره د غوره شوي کميسيون مرستيال وريځ ستانکزی او عبدالباري جهاني غږوي .

په جرمني کې د هوتکيانو د ٣٠٠ مې کاليزې په وياړ جوړې شوې غونډې باندې رپورټ لرو او د افغانستان د اطلاعاتو و کلتور وزير مخدوم رهين اورو چې وايي د علامه استاد حبيبي د شلم تلين په مناسبت د دۀ وزارت يو سيمينار جوړوي .

هنري ادبي خبرونه او د نويو پښتو کتابونو نوم لړ به دا ګڼه بشپړي .

د پېلوزې هنري ادبي پروگرام د سيمې او نړۍ ادبي او هنري مسايل په بحث ، مرکې او خبر کې رانغاړي .

دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ ، د يکشنبه په سهارنۍ او د دوشنبه په ماپښينۍ خپرونه کې اوريدلى شئ .

66پيلوزى: د ملي سرود اړتياوې څه دي ؟ ايټاليايي نول د گلابې نوم
66پيلوزى هنري ادبي پروگرام
د پيلوزى د خپرو شويو پروگرامونو ارشيف
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت