|
هند دويمه پنځه ورځنۍ لوبه وگټله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په نوي ډيلي کې د هند او سرېلنکا ترمنځ دويمه پنځه ورځنۍ لوبه په وروستۍ ورځ هغه وخت د هند په بري پاى ته ورسيده چې هندوستاني بالر انيل کومبلې په دويمه پاڼۍ کې ٤ لوبغاړي وسوځول او مېلمنه لوبډله يې ايله په ٢٤٧ منډو وسوځوله . په دې توگه هند دغه لوبه په ١٨٨ منډو وگټله او د درو لوبو په لړۍ کې يو صفر وړاندې شوو . لومړنۍ لوبه د بارانونو له کبله مساوي پاى ته ورسيده . په دې لوبه کې هند په خپلې لومړنۍ پاڼۍ کې ٢٩٠ منډې کړې وې چې په ځواب کې سريلنکايي لوبغاړو ايله ٢٣٠ منډې وکړې . په دويمه پاڼۍ کې هندوستان د ٦ لوبغاړو په سوځيدلو ٣٧٥ منډې وکړې او لوبه يې سرېلنکا ته پرېښوده . د ٤٠٠ څو منډو په هيله سريلنکايي لوبغاړي نيمه خوا پاتې شو او ټوله لوبډله يې وسوځيدله . د ډيلي دغه پنځه ورځنۍ لوبه به د سچن ټنډولکر د لوبيز ژوند د ٣٥ سليزې له امله ياديږي چې نړيوال ديکارډ دى . خو په پنځه ورځنيو لوبو کې په اتم ځل د انيل کومبلې له خوا د ١٠ لوبغاړو سوځول او د سرېلنکا د موديليتهرن له خوا په لومړنۍ پاڼۍ کې د ١٠٠ منډو په ځواب کې د ٧ لوبغاړو سوځول به هم د ريکارډونو پاڼې ډکې وساتي . دى د سرېلنکا يوازينى لوبغاړى دى چې د هند په خاوره يې په يوې پاڼۍ کې دومره لوبغاړي سوځولي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه ټنډولکر د سليزو ريکارډ ټينگ کړ10 دسمبر, 2005 | خبرونه د هند او سرېلنکا لوبه مساوي روانه ده11 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||