|
افغانه حماسه د ښکلا نړيواله ملکه نه شوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ايسلند د پوليسو يوه ماموره انور بيرنا ويليامزدوتير د ١٠٢ ښکلو نجونو په هغې سيالۍ کې چې د نړۍ د ښکلا د ملکې لپاره په چين کې وشوه بريالۍ وبلله شوه . د انگلستان د ښکلا ملکه افغان الاصله حماسه کوهستانۍ هم په دغو سياليو کې برخه واله وه . ١٨ کلنه حماسه لومړنۍ مسلمانه وه چې د انگلستان د ښکلا د ملکې وياړ ور په برخه شو او ډيره هيله دا وه چې په نړيوالو سياليو کې به هم بريالۍ شي . حماسه کوسهتانۍ ١٨ کلنه ده چې د سخت دريځو مسلمانانو له خوا په دغې سيالۍ کې د گډون له امله له گواښونو سره مخامخ شوې وه . حماسه په ١٩٩٦ کال کې له افغانستانه ازبکستان او بالاخر انگلستان ته له کورنۍ سره راغله . دا په شپږو ژبو غږيږي او په دې وروستيو کې په هندي فلمونو کې د کار بلنه ورکړل شوې وه .
د حماسې تر څنگ دوو نورو افغانو نجونو هم د ښکلا په نړيوالو سياليو کې برخې اخيستي دي . ويدا صمدزۍ او ستاره بهرامي دغه دوه نورې نجونې وې . | ورسره تړلي نور خبرونه دانگلستان د ښکلا ملکه مو ميلمنه وه29 سپتمبر, 2005 | خبرونه افغان نجلۍ د انگلستان د ښکلا ملکه شوه04 سپتمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||